خبرونه

افغان حکومت د فساد په ضد سیاسي اراده نه لري

د نظارت او ارزونې ازادو کمېټو په خپله گډه ناسته کې وویل چې حکومت د اداري فساد په ضد کومه څرگنده پالیسي نه لري او تر دې دمه د فساد د له منځه وړلو لپاره سیاسي اراده نشته.

دواړو کمېټو په خپله گډه اعلامیه کې ویلي: «امنیت ورځ تر بلې په خراپیدو ده، خلک بې روزگاریږي، بهرنۍ مرستې په لږېدو دي، ځوانان چې د هېواد پانگه ده هر ورځ خپل هېواد پرېږدي، حکومت د فساد د له منځه وړلو لپاره سیاسي اراده نه لري».

د کمېټې په وینا افغان ولس نسبت تېر کال ته سږ کال یې د وحدت ملي حکومت باندې باور له لاسه ورکړی دی. حکومت کې تقروریانې د ازموېنې او ازاد رقابت له لارې نه کېږي. ډېری ټاکنې د واسطو او اړیکو له لارې کېږي.

تېره اوونې د یوه راپور له مخې د ملي وحدت حکومت کې ۲۵ وزیرانو په ریاستونو کې خپل نږدې خپلوان ټاکلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button