شعر
غـزل / هارون رشيد خوګياڼی

شاعري نه کړمــــــــــه الهام ګونګ دې
مشره ته ګونګ يې که دا قام ګونګ دې
ډيره موده وشوه له ځمکې خپــــــــــــــه
بره په وريځو کې اسمـــــــان ګونګ دې
لــــــــــــه ځانــــه خپله دايره چاپير کړم
بس ټول وجود مې لـــه ناکام ګونګ دې
اوس په ميوند کې زلمي نـــه ښکاريږې
اوس د ملالې يا قــــــــــربان ګونګ دي
په دغه ښـــــــــار کې عجيبه حالات دې
قاضې قضا کړې خو امــــام ګونګ دې
دا «خوګياڼی» اخير لــــــــــــه چا مرور
لــه خپل نيمګړې نيم ارمــان ګونګ دې