افغانستان

لوګر ازره کې تښتول شوي قومي مشران بېرته خوشې شول

د لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ کې تښتول شوي قومي مشران وړمه ورځ د نامعلومو خلکو له خوا له موټره کوز شوي وه او تېره شپه ناوخته بېرته راخوشې شوي دي.

د لوګر والي حليم فدايي وړمه ورځ د رسنيو استازو ته وويل، چې د يادو قومي مشرانو د راخلاصولو لپاره يې د ازرې ولايتي شورا استازي ډاکټر عبدالولي احمدزي او ولسوال حميدالله حميد ته دنده سپارلې، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب دغه سپين ږيري د مخالفينو له بنده راخلاص کړي.

ويل کيږي، چې تښتول شوي مشران د اکبرخېلو د قوم و، چې وسله والو مخالفينو تښتولي وو، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د چارواکو تورونه رد کړل او زياته يې کړه، چې دغه قومي مشران د دوی جنګياليو نه دي تښتولي او دغه لاره د قاچاقبرو او نورو ګڼو خلکو د تلو راتلو لاره ده، کېدای شي بل چا کوز کړي وي.

ازره د لوګر له هغو ولسواليو څخه ده، چې ډېری سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي او له تېرو څوارلسو کالو يې له مرکز پل علم سره غزېدلې لاره د طالبانو په واک کې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button