افغانستانسلايډ

کابل: د جنرال کمپبل د درناوي غونډه وشوه

د دفاع وزارت له لوري نن پلازمېنه کابل کې، افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال کمپبل د درناوي مراسم ترسره شول.
غونډې ته د دفاع وزارت سرپرست، کورنيو چارو وزير او د ملي امنیت رياست سرپرست په گډون گڼ نور لوړرتبه دولتي چارواکي راغلي وو.

د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د جنرال کمپبل د کارنامو او هڅو ستاينه او د نوموړي درناوی وشو.
خبرپاڼې د دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزي له خولې ليکلي: «جنرال کمپبل د ناټو د عمومي قوماندان په توگه د افغانستان د امنيت په تامين او د افغان ځواکونو په روزنه کې مهم رول لوبولی دی».

ښاغلي ستانکزي دا خبره په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان امنيتي حالات په وروستيو کلونو کې د پخوا په پرتله ډېر خراب شوي او د امريکا په اند د هيواد دېرش سلنه خاوره وسله والو طالبانو لاندې کړې ده.

جنرال کمپبل افغانستان کې د امريکا د بريد له پيله تر ننه په بېلا بېلو پوسټونو پاتې شوی او له ۲۰۱۴ز راهيسې افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان دی، چې څو ورځې وروسته به يې دنده پای ته ورسي.

کمپبل يو له هغو لوړپوړو بهرنيانو څخه دی، چې د افغانستان د جگړې د غځولو پلوی دی، نوموړي د سولې وروستۍ خبرې له دې امله بې گټې بللي، چې په وينا يې طالبان به په کې د نه منلو شرطونه کېږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button