پخوانی جهادي مشر او د حراست او ثبات شورا رييس، عبدرب الرسول سیاف پرون د حراست او ثبات له لوري د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۸ تنو غړو د اعدام په یادغونډه کې د ملي یووالي پر حکومت تندې نیوکې وکړې.
سیاف وویل: «موږ د ملي یووالي حکومت ته ډېرې مشورې ورکړې او خپل مسوولیت مو د خدای تعالی او ملت پر وړاندې ادا کړ خو حکومت غواړي چې مجاهدین څنډې ته کړي».
ښاغلي سیاف همدارنگه د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وویل: « مجاهدین ستا پلار هم څنډې ته کولی نه شي»
سیاف همداراز پر پاکستان هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې که دوی طالبانو ته ځای ورکوي نو ډېر ژر به د دوی نوم د نړۍ د ترهگرو هېوادونو په لومړي کتار کې شامل شي.
عبدالهادي ارغندیوال د حزب اسلامي مشر او د حراست او ثبات شورا غړی همدرانگه د ملي یووالي له حکومت څخه د اصلاحاتو او ژورو بدلونونو غوښته وکړه تر څو د شهداوو ارمانونو تر سره شي.