مشرانو جرګې د رايو په اکثريت د راتلونکي کال بوديجه تاييد کړه
مشرانو جرګې په داسې حال کې د راتلونکي کال بوديجه د رايو په اکثريت تاييد کړه، چې تېره ورځ د دې جرګې ځنو غړو دغه بوديجه غير متوازنه ښودلې وه.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د راتلونکي کال دغه بوديجه د عقرب د مياشتې په ۱۷مه نېټه مشرانو جرګې ته وړاندې کړې وه.
په مشرانو جرګه کې د بوديجې او مالي کميسيون رئيسې انار کلي هنريار نن دغه طرحه د جرګې عمومي غونډې ته واوروله.
هنريار وويل، دغه طرحه د دولت امکاناتو ته په کتو ترتيب شوې او د جرګې له غړو يې وغوښتل چې د تاييد رايه ورکړي.
د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، د بوديجې په طرحه کې ۲۸۳،۳ ميليارد افغانۍ عادي بوديجه او ۱۶۸،۵ ميليارد افغانۍ انکشافي بوديجه کېږي، چې د روان مالي کال د بوديجې په نسبت په کې ۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.
وزارت ويلي دي، چې د عادي بوديجې ۵۰ او د انکشافي بوديجې ۸۹ سلنه له بهرنيو سرچينو تمويلېږي.
سرچينه وايي، د بوديجې په سند کې د سترو انکشافي پروژو د کار ادامه، زېربناوې او نيمه جوړې کوچنۍ پروژې مالي محدوديتونو ته په کتو مطرح شوې دي، او د بوديجې ډېری پيسې امنيتي سکټورونو، پوهنې او روغتيا ته ځانګړې شوې دي.
مشرانو جرګې په داسې حال کې دغه بوديجه تاييد کړې ده، چې پرون يې د ځينو ولايتونو د خلکو اړتيا او نفوسو ته په کتو غير متوازنه بللې وه او ويلي يې و، چې ډېری پروژې يې د پخوانيو کلونو دي او يو شمېر ولايتونه ډېرو انکشافي کارونو ته اړتيا لري.