د افغانستان د بانکدارۍ ټولنې چارواکو ویلې چې د اقتصادي پرمختگ او په بازار کې د پیسو د څرخېدو لپاره اړینه ده چې هېواد کې اسلامي بانکداري مروجه شي. د دې ټولنې په وینا تر دې دمه یوازې ۱۱٪ افغانانو خپلې پیسې چې شاوخوا ۲۸۰ ملیارده افغانۍ دي په بانکونو کې ساتلي دي.
د افغانستان د بانکدارۍ ټولنې مشر «نجیب الله امیري» په دې اړه وویل: «افغانان اسلامي بانکداري غواړي او د اسلامي بانکدراۍ په مروج کیدو به ډېری خلک خپلې پیسې بانکونو کې وساتي».
په ۲۰۱۱م کې د نړیوال وجهي صندوق د راپور له مخې افغانستان د نړۍ لومړی هېواد دی چې اوسېدونکي یې بانکي خدمات د سود له امله نه استعمالوي. د دې راپور له مخې په افغانستان کې د بانکدارۍ د کلتور د مروج کولو لپاره باید اسلامي بانکدارۍ لپاره کار وشي.
بانکونه د یوه هېواد د ملا تير بلل کېږي چې د دوی له لارې اقتصادي پرمختگ منځته راځي. افغانستان کې یوازې ۱۱٪ خلک بانک استعمالوي چې له امله یې په اقتصاد کې د افغانیو څرخېدل ډېر کمزوری دی.
په افغانستان کې د بانکدارۍ شاليد:
افغانستان ته د بانکدراۍ کلتور د لومړي ځل لپاره د هېواد ملي سوداگر «عبدالمجید خان زابلي» راوړ. زابلي په ۱۹۳۳م کې د خپلې او نورو افغان سوداگرو په پانگې اچوونې سره د افغان ملي بانک اساس کېښود چې دا د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې لومړی عصري او شخصي بانک شمېرل کېږي. چې په لومړیو کې یې د مرکزي بانک دندې هم تر سره کولې. تر دې چې په ۱۹۳۹م کې د وخت حکومت مرکزي بانک «د افغانستان بانک» جوړ کړ او له دې تاریخ وروسته بیا د افغانستان بانک د مرکزي بانک دندې په خپله غاړه واخیستې.
له پیل راهیسې په افغانستان کې بانکدراي په سودي سیستم سره چلېده. په ۱۹۹۲م کې د مجاهدینو د حکومت له راتلو سره د افغانستان په تاریخ کې د لومړ ځل لپاره د اسلامي بانکدراۍ اساس کېښودل شو. دې اسلامي بانک د طالبانو په حکومت کې هم فعالیت کاوه تر دې چې ۲۰۰۳م کې د نوي بانکدارۍ له قوانینو سره برابر نه وو او دا بانک نور وتړل شو.
په ۲۰۰۷م کې میوند بانک او افغان یونایټد بانک د بانکدارۍ د نوي قانون مطابق د اسلامي بانکدراۍ کړکۍ پرانستې چې ورپسې دا سلسله اوږده شوه او غضنفر بانک، الفلاح بانک، د افغان ملي بانک، د افغانستان نړیوال بانک هم د مروجه بانکونو تر څنگ د اسلامي بانکونو کړکۍ پرانستې.
د باختر بانک د رسمي ویبپاڼې له مخې تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې دا بانک د افغانستان د بانکدراۍ د نوې قانون مطابق په بشپړ ډول اسلامي بانکدارۍ عملیات پیل کړي.
اسلامي بانکداري:
بانک لومړی ځل په اروپا کې تاسیس شو. له پيل راهیسې په سودي سیستم ولاړ وو کله چې دا سیستم اسلامي نړۍ ته راغله نو د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره په ټکر کې وه. مسلمان اقتصاد پوهانو د دې سیستم د بدیل لپاره د تېرې پیړۍ له نیمایي راهیسې کار وکړ چې لومړی په ۱۹۶۳م کې په مصر او مالیزیا کې د بانکدارۍ اسلامي بدیل وړاندې شو چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې مسلمانانو او غیرې مسلمانانو تو خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې نهه بانکونه د اسلامي بانکدارۍ کړکۍ او یو شمېر د واړه پورونو مالي ادارات د اسلامي بانکدارۍ عملیات پر مخ وړي. د دې تر څنگ یو لړ تعلیمي ادارات د اسلامي بانکدارۍ د پوهاوي او عامه اگاهۍ لپاره کار کوي او دا سیستم په ډېرې چټکۍ سره افغانستان کې پر مختگ کوي.
اسلامي بانکداري خپل عملیات د اسلامي شریعت مطابق پرمخ وړي. د بانکدارۍ په دې سیستم کې پانگه اچوونکی له بانک سره په گټه او تاوان کې شریک وي.