افغانستان

د فضل الله وحيدي درک لا نه دی موندل شوی

د هرات او کونړ پخوانی والي فضل الله وحيدي تېره اوونۍ هغه مهال د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې لادرکه شو، چې کوم د برتانيې ويزې د اخيستو په موخه اسلام اباد ته تللی و.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی د ښاغلي وحيدي د پيدا کولو لټون پیل کړی، مگر تر اوسه يې کوم څرک نه دی موندل شوی.

د پخواني والي کورنۍ وايي، چې فضل الله وحيدي غوښتل، چې له خپلې کورنۍ سره برتانيې ته ولاړ شي او اسلام اباد کې د ويزې اخيستو په تمه يو په يو مېلمستون کې اوسېده، چې د نا څرگندو وسله والو له لوري وتښتول شو.

ولسمشر اشرف غني، هم د فضل الله وحيدي د کورنۍ له غړو سره اړيکه نيولې او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې ښاغلی وحيدي به ډېر ژر وموندل شي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال رسنيو ته ويلي، چې د فضل الله وحيدي د ورکېدو په اړه يې له پاکستاني چارواکو سره په اړيکه کې دی او هيله يې څرگنده کړې، چې ډېر ژر به وموندل شي.

د فضل الله وحيدي د ورکېدو په اړه افغان څارونکي وايي، چې د سولې په اړه د څلور اړخيزې ناستې پر مهال د داسې يو لوړپوړي افغان چارواکي ورکېدل يو شمېر سوالونه راپورته کوي.

ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ د سولې اړوند څلور اړخيزې ناستې پر مهال طالبانو سره د مخامخ خبرو په کړنلاره بحث وشي، په داسې حال کې د فضل الله وحيدي ورکېدل يو لړ اندېښنې راپارولي او د سولې دغه بهير له خنډ سره مخ کولای شي.

فضل الله وحيدي د سرحدي کونړ ولايت والي و، هغه مهال يې د پاکستان پر پاليسيو سختې نيوکې کولې او بيا وروسته د هرات والي شو، چې ولسمشر غني د يو لړ ستونزو له امله له ولايته لرې کړ.

پاکستاني چارواکو نيوکه کړې، چې فضل الله وحيدي بايد له راتلو وړاندې امنيتي چارواکو ته خبر ورکړی وای، چې د هغه امنيت خوندي شوی وای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button