روغتيا

ګڼې ژبې زده کول د انسان ماغزه قوي کوي

په ژوند کې د نورو ژبو زده کول د ماغزو په قوي کولو کې ډېر ګټور ثابتيږي او دا ګټه د ژوند تر يوې ځانګړې مرحلې نه ده محدوده.

د سکاټ لينډ ايډنبرګ پوهنتون طبي څېړنه کې ويل شوي، چې په زاړه عمر هم که څوک د نورو ژبو زده کولو هوډ وکړي، نو دا کار د دماغو قوي کېدو لپاره ډېر ګټور ثابت شوی دی.

څېړنه کې دا هم راغلي، چې د ګڼو ژبو زده کول دماغ له خپل حالته ډېر قوي کوي.

د ذهني قوت او تېزوالي په اړه شوې څېړنې وايي، چې له شپېتو تر اويا کالو عمر لرونکي خلکو، چې د پردۍ ژبې زده کولو هڅې يې کړي، د ذهني قوت نښې او نښانې يې زياتې ليدل شوي دي.

له دې مخکې يوې بلې څېړنه کې هم راغلي وو، چې د دوو ژبو زده کول انسان کې د ډېمينشيا يا ذهني کمزوري ګواښ پنځه کاله وروسته کوي.

داسې هم ويل شوي، چې د ډېرو ژبو زده کولو سره د انسان دماغ د مثبت بدلون طرف ته هڅول کيږي، انسان د ذهني غياب له ستونزو هم خلاصيږي او د ذهن توجه يې هم سميږي.

دا څېړنه د امريکا د ساينس او پرمختګ ټولنې د روغتيا نړيوال کنفرانس پر مهال وړاندې کړې ده.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button