افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند جنرال ويلسون شافنر ننگرهار کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو او بریدونو د ډېرېدو خبر ورکړی دی. نوموړي ويلي دي، د امريکا دا بريدونه به د داعش ډلې پر ضد وي.
جنرال شافنر له کابله د يوه ويډيويي کانفرانس له لارې د پنتاگون غونډې ته وويل، د عملياتو د ډېرېدو پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې پنتاگون افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته داعش ضد جگړه کې ډېر واک ورکړ.
امريکايي چارواکو ويلي، افغانستان کې يې تېرو درېو اوونيو کې د داعش پر پټنځايونو شل بريدونه کړي دي.
جنرال شافنر زياته کړې ده: «امريکا افغانستان کې د داعش جگړهمارو شمېر له زرو تر دريو زرو تنو اټکل کړی دی». د هغه په وينا دغه جگړهمار د ننگرهار په پنځو جنوبي ولسواليو کې فعال دي او غواړي هلته خپلې اډې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا افغانستان او نورو هيوادونو کې د داعش پر پټ ملاتړ تورنه ده. د افغانستان ننگرهار کې څه موده وړاندې ځينو ولسواليو کې نامعلومو الوتکو داعش جگړهمارو ته وسلې او کسان کوز کړل، چې د خلکو په گمان امريکايي الوتکې وې. همدا راز ننگرهار کې د داعش د خپرېدونکې راډيو په اړه اړوند چارواکو وويل، چې فريکونسي يې د سيمې له يوه بېسه خپرېده.
بل لور ته ولسمشر غني د ميونيخ امنيتي کانفرانس کې څرگنده کړه، چې نړۍ د داعش په اړه زموږ گواښ ته جدي ونه کتل او هغه يې زموږ له لوري افغانستان ته د بهرنيانو د نظر جلبولو هڅه وبلله. هغه زياته کړه: «تمه ده نن دا موضوع څوک رد نه کړي».
ښاغلي غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، د روسيې، چين او په ځانگړي ډول پاکستان په گډون د سيمې ټول هيوادونه خپل مخالفين افغانستان ته رالېږي.