طالبانو ته نژدې سرچینو خبر ورکړی چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته له نوي مشر سره مخالف طالب ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ. طالبانو تېر جولای ملا اختر محمد منصور هغه مهال د نوي مشر په توگه وټاکه چې ملا محمد عمر د مړینې خبر یې رسماً تایید کړ.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي، ملا محمد حسن رحماني له هغو طالبانو څخه و چې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره یې مخالفت کړی و. رحماني اوس د یوه لیک په خپرولو سره د طالبانو له نوي مشر سره بیعت وکړ.
محمد حسن رحماني په خپاره شوی لیک کې وايي: «د افغانستان د اسلامي امارت د نوي امیر، امیر المومنین ملا اختر محمد منصور سره په ټولو شرعي امورو کې د مکمل اطاعت په موخه د زړه له کومې بیعت اعلانوم».
ویل کېږي حسن رحماني به د رسنیو له لارې د طالبانو له نوي مشر سره بیعت اعلانوي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې ملا اختر محمد منصور هڅه کوي هغه طالبان پخلا کړي چې د ده له مشرۍ سره یې د ځینو لاملونو له مخې مخالفت کړی و.
د ملا محمد عمر د مړینې خبر له خپرېدو سره ځینې داسې راپورونه خپاره شول چې گواکې د طالبانو لیکو کې اختلافونه راولاړ شوي؛ خو داسې ښکاره چې د مشرۍ پر سر د اختلاف خبره نوره اواره شوې ده.