روغتيا

دغه شپږ خويونه مو په شکرې اخته کوي

چاغوالی او د خوب بې خونده گډوډ عادتونه د شکرې تر ټولو مهم لاملونه بلل کيږي او تر ټولو زياته پړه به ستاسې پر خپله غاړه وي.

کېدای شي تاسې پر دې خبره حيران هم شئ، چې ستاسې خپل خوي او عادتونه څنګه ستاسې د خطرناکې ناروغۍ لامل کېدای شي.

دلته د ځيو هغو خويونو يادونه شوې، چې له طبي پلوه ډېر زيان اړوونکي دي او انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کوي.

له کافي يا چای څخه ځان لرې ساتلs1

گڼو طبي څېړنو کې راغلي، چې کافي او چای د ځينو ستونزو پيدا کولو تر څنگ ډېرې گټې هم لري او تر ټولو ستره ګټه يې دا ده، چې سړی تر ډېره له چاغوالي او شکرې ژغوري.

د هاورډ پوهنتون د عامه روغتيا ډيپارټمنټ په نوې څېړنه کې راغلي، چې هره ورځ شپږ پيالې چای يا کافي څښل د شکرې ناروغي گواښ ۳۳ سلنه کموي. چای او کافي ځينې داسې مواد لري، چې د انسولين گواښ مخنيوی کوي او گلوکوزميټابولزم زياتوي، چې د گلوکوز په لېږد کې ډېره مرسته کوي.

د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کېدل

s2

که د شپې ناستې، مرکې او گپ شپ دې له ورځې ډېر خوښ وي، نو پوه شه، چې ته په خپله د خپل ځان دښمن يې او غواړې، چې په لوی لاس ځان په شکرې اخته کړې. د کوريا پوهنتون په نوې طبي څېړنه کې ويل شوي، چې څوک د شپې تر سهار ناوخته ويښ ناست وي، بیا که د ورځې اته ساعته هم خوب وکړي، نو دغه انسان کې د شکرې ناروغۍ د پېښېدو گواښ ډېر زيات وي. څېړنه کې دا هم راغلي، چې د شپې تر ډېره ويښ پاتې کېدل او مصنوعي رڼا، لکه د تلويزون، گرځنده تليفون، کمپيوټر او نور اړوند برېښنايي الات بدن کې د انسولين حساسيت کموي او د وينې دوره زيانمنوي.

په خوړو کې د پروبايکټس نه شتون

s3

په يوه نوې امريکايي څېړنه کې ويل شوي، که معده کې د ښو پر ځای خرابه بکټريا زياته شي، دې سره هم د شکرې ناروغي ډېره پېښېدای شي. د څېړنې له مخې په معده کې د ښو باکتريا يعنې پروبايوټيک اړتيا وي، تر دې، چې غذا پر وخت او مناسبه طريقه هضم شي. د پروبايوټيکس له کمي سره د معدې سوخت پيدا کيږي او د دې لپاره مستې، پنير او ورته نور شيان د پروبايوټيکس پيدا کوونکي شيان بلل شوي دي.

د لمر رڼا ته لږ راوتل

s4

دا سمه خبره ده، چې د لمر روغتيا ضد شعاوو څخه بايد ځان وژغورل شي، مگر که څوک بيخي لمر ته نه راوځي، نو دې سره يې د شکرې گواښ زياتېدای شي. د نوې هسپانوي څېړنې له مخې بدن کې د وټامن ډي کمښت د شکرې لامل گرځي. څېړنه کې راغلي، چې وټامن ډي د توري فعاليت نور هم ښه کوي او دې سره د انسولين حساسيت او وينې د شکر فعاليت نور هم ښه کيږي.

د تلويزونو او نورو مصنوعي رڼا مخته تېرېدل

s5

په يوې نوې امريکايي څېړنه کې ويل شوي، چې هر ساعت د تلويزون مخته تېرېدل د شکرې ناروغي د زیاتېدو لامل گرځي، ډېره ناسته هم د معدې شاوخوا د جربي زياتېدو لامل گرځي، دغه اضافي چربي د انسولين حساسيت کموي، چې له امله يې انسان په شکرې اخته کېدای شي.

سباناری نه کول

s6

سباناری يا د سهار چای نه څښل بيا د ورځې خوراک کول، د ډاکټرانو په وينا د شکرې ناروغۍ د رابللو په معنا دی.

د امريکايي څېړنې له مخې، څوک، چې خپل بدن له خوړو بې برخې کوي او بیا يو وار معده له خوراکه ډکه کړي، نو دې سره د انسولين حساسيت او فعاليت

اغېزمنيږي او د وينې دورانيه هم ورسره خرابيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button