ژباړه: نیلاب شینواری
- نقد او انتقاد باید د دې لپاره وشي چې پر موضوع ښه پوه شو؛
- نقد او بحث باید د دې لپاره وشي چې حقایقو ته ورسیږو؛
- د یوه موضوع په اړه نظر او انتقاد یو له بل سره توپیر لري، لومړی خپل ځانګړی مخاطب نه لري مګر دوهم بیا خپل مخاطب لري؛
- نقدوونکی د خپل نقد په متن کې باید نورې پوښتنې او نوي موضوعات وړاندې کړي؛
- د جلا نظر لرل د نقد معنا نه ورکوي؛
- یوازې په وینا نقد ارزښت نه لري، نقد باید لیکل شوی وي؛
- نقدوونکی باید په دقیق ډول هغه څه رانقل کړي چې دی پرې نقد کوي؛
- ناقدان چې د کومې موضوع په اړه نقد کوي دواړه لوري باید د موضوع په اړه چاپ شوي اثار ولري؛
- په علمي څیړنو کې باید نقد په واقعیتونو او احصایو ولاړ وي، نه په خیال او تشو فکرونو؛
- په یوه ټولنه کې نقد هغه وخت خپل ارزښت پیدا کوي چې متخصصین په خپلو موضوعاتو کې انتقاد وکړي؛
- که ناقد پر یوه موضوع پوه نه شي نو لومړۍ پوښتنه کوي چې ځان پوه کړي وروسته نقد؛
- وار د مخه نقد خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛
- دا ستونزمن کار نه دی چې په ټولیز ډول نقد وکړو، نقد هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې په دقیقو او ښکاره برخو باندی وي؛
- تر ټولو علمي او ارزښتناک نقد په لیکلو متنونو وي، پر شفاهي موضوعاتو نقد د نقد ارزښت کموي؛
- منتقدین د علمي نقد پر مهال پر خپل مخاطب نومونه او القاب نه لګوي؛
- څوک چې په یوه موضوع کې تخصص او چاپ شوي اثار و نه لري له علمي نظره نه شي کولای چې نقد وکړي؛
- نقادان یوازې د پوهانو پر فکر، وینا او لیکلو نقد کوي نه د هغوی پر شخصیت؛
- پر چا چې نقد کیږي دا یې علمي دنده ده چې د هغې ځواب وکړي؛
- هغه نقدونه چې په تاریخونو او شمیرو ولاړ وي تر نورو نقدونو اوچت دي؛
- منتقدین لوړ ادبیات لري، غوصه کیږي نه، خپل مخاطب لوری نه ښکنځي، د دوی ریښتنولي او ادب د دوی پر انتقاد لوړ وي؛
- نقدوونکی او پر چا چې نقد کیږي دواړه باید د خپلې موضوع متخصصین او خپله څانګه کې چاپ شوي اثار ولري؛
- ناقدان له دې جملو څخه ډیره استفاده کوي، زما په فکر، زما له نظره، زما پوهه داسي وایي، شواهد داسې ښکاره کوي، شمېري داسي وایي او داسې نور….؛
- فکري او علمي نقد باید لیکل شوی او علني وي، ځینې وختونه باید نقد د راز په څېر هم ورسول شي؛
- د زده کړو ځای، پوهانو سره ناسته د ناقد د نقد کیفیت لوړوي؛
- فکرونه د وخت په تېریدو سره اصلاح کیږي او د خپل تکامل مرحلې ته رسیږي؛
- منتقد چې څه فکر لري هغه باید وساتي، دا نه چې د مقابل لوري پیغام تحریف کړي؛
- د هغه نقد د کمیت او دقت له مخې د هغه د نقد اعتبار لوړوي؛
- تر ټولو دقیق او پر ځای نقد هغه دی چې ناقد خپل فکري لید لوری او علمي نقد سره جلا جلا ښکاره کړي؛
- په نقدي بحثونو کې یوازی څیړنیز او علمي دلایل ارزښت لري؛
- په بحث او مناظره کې باید علمي موسسې او پوهنتونونه خپل معیار او سټنډرډ ولري.