ټولنه

سرخاب / صفيه حليم

په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟
سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو ښايسته ګڼلې شي.
د ده اوږده لکۍ، خړ او سور رنګ خالداروزرې چې کله کله سور رنګ پکې ډېر وي، د سر بڼکې اومښوکه يې تور يا زيړوي. ماده سرخاب د يو عادي چرګې په شان ښکاري او د سپرلي او اوړي تر منځ وخت کې اګۍ ورکوي.
د سرخاب د وزرې حقيقت دا دی چې د هند مغل واکمنو په دربار کې لوړ رتبه امير يا راجه په پټکي کې د سرخاب سره وزره ټومبلې وه. دا مارغه هغه وخت هم ډېر ناياب او قيمتي و نو ځکه شته منو خلکو به اخستې شوه. داسې ښکاري چې يو وخت دا لکه د يو ميډل په شان باچا له خوا افتخار په توګه ورکړې کيده او دا محاوره يې وزيږوله.
خو د سرخاب د نر او د ماده مينه هم مشهوره ده. دوی د ورځې يو ځای وي او د شپې يو له بل جدا شي. بيا کريکې وهې او ناقراره د يو بل غږ پسې ګرځي. که يو مړ شي نو بل هم دانه نه خوري او له غمه مړ کېږي.
سرخاب د نړۍ ډېرو ملکونو کې موندل کېږي او په ښکار يې بنديز دی.

صفيه حليم له بلاگ څخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button