په امریکا کې د لومړي ځل لپاره همجنس بازانو ته ښوونځی پرانیستل شو
د امريکا په متحده ايالاتونو کې د لومړي ځل لپاره همجنس بازانو ته ښوونځي پرانيستل شو. د دغه ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي به ټول همجنسبازان وي.
د اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ښوونځی د کريسټن جيلاويټس په نامه يوه همجنس باز له خپل بل ملگري سره په گډه جوړ کړی دی او ټول هغه کوچنيان ورتلای شي، چې دغه ميلان ولري. د ښوونځي جوړوونکو ويلي، «موږ په دې نظر يو چې حق لرو ښوونځي ولرو».
په ښوونځي کې نه يوازې همجنسبازان، بلکې هغه زلموټي هم زده کړه کولای شي، چې غواړي خپل جنسي حالت بدل کړي.
دغو کسانو دا ښوونځی په داسې حال کې جوړ کړی، چې د امريکا نورو ښوونځيو ته د دغه ډول ښوونکو له ورتگه کوم ممانعت نه و، خو دا چې د زده کوونکو لپاره دا ډول يو ځانگړی ښوونځی جوړ شي، دا لومړی وار دی.
د ښوونځي جوړوونکو د ښوونځي د زده کړو د څرنگوالي په اړه څه نه دي ويلي.
د امريکا سترې محکمې د تېر کال په جون مياشت کې د دې هيواد په ټولو ولايتونو کې د همجنسبازانو تر منځ واده کول قانوني اعلان کړل، د امريکا ولسمشر بارک اباما او نورو لوړپوړ چارواکو د دې کار گرم هر کلی وکړ. له دې اعلان سره سم د زمبابوې ولسمشر د امريکا له ولسمشره بيا بيا له هغه سره د واده کولو غوښتنه وکړه.