سيمه او نړۍ

جاکرتا کې پرله‌پسې چاودنو او ډزو مرگ ژوبله اړولې

د اندونيزيا پلازمېنې جاکرتا کې ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملگرو ملتونو دفتر ته څېرمه پرله‌پسې چاودنې شوي او وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

پېښه نن سهار وختي په يوه خوړنځي کې رامنځته شوې ده، پوليس سيمې ته رسېدلي دي او له وسله والو سره يې ډزې تبادله کړې دي.

بريد کې تر دې دمه د درو تنو د وژل کېدو او څو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، خو هويت يې معلوم نه دی.

ځايي رسنيو ليکلي، څو چاودنو ولسمشرۍ ماڼۍ او ملگرو ملتونو دفتر ته څېرمه د جاکرتا مشهوره سيمه تامرين ولړزوله، يوه چاودنه د پوليسو پر پوسته هم شوې ده.

ځايي خلک د چاودنو له امله وېرې نيولي، جاکرتا له څو کلونو وروسته له داسې پېښې سره مخ شوه.

د چاودنو پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، په اندونيزيا کې څو «جهادي» ډلې فعاليت کوي، خو دا وېره هم څرگندېږي، چې داعش ډلې هلته لار کړې وي.

د اندونيزيا پوليسو وروستيو اوونيو کې د هغو کسانو د نيولو په موخه عمليات پيل کړي وو، چې گمان کېده، له داعش سره اړيکه لري، پوليسو په دې لړ کې گڼ شمېر کسان نيولي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button