روغتيا
د بې خوبۍ خطرناکې اغېزې
بې خوبي د انسان پر روغتیا ډېر ژر خپلې اغېزې ښکاره کوي. ډېری خلک د ډېرو کارونو له امله شپې ناوخته ویده کېږي. که چېرې دوی د بې خوبۍ په اغېزو پوه شي، نو د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره خپل کارونه په وخت سرته ورسوي. په عمومي ډول بې خوبي د انسان د وجود په ټولو برخو ناوړه اغېزې لري او د وخت په تېرېدو سره انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي. تر ټولو مهم يې دا دی چې د انسان د کار کیفیت راکموي. تل به ستړی وي، کار ته به زړه نه ښه کوي، د وخت په تېرېدو سره بیا انسان د دې ناروغۍ مخنیوی نشي کولای.
دلته موږ یوازې لس ناوړه اغېزې په گوته کوو چې لوستونکي وکولای شي خپل د خوب وخت منظم کړي او له لاندې ناروغیو څخه ځان وژغوري:
- په اوږدمهاله ډول بې خوبي مو د زړه په ناروغیو اخته کوي. انسان چې بې خوبه شي، زړه يې له امله خپل منظم خوځښت له لاسه ورکوي؛
- لږ خوب مو د عصابو له ناروغۍ سره مخ کوي. که چېرې د اوږدې مودې لپاره انسان لږ خوب وکړي نو لنډمهاله حافظه يې کمزورې کېږي؛
- لږ خوب مو زغم لهمنځه وړي، تل به ستړي وئ، په نه شي به زورېږئ، حساس به وئ، بدخلقه به وئ، په لږ شي به خپل کنټرول له لاسه ورکوئ.
- په نړۍ کې د ترافیکي پېښو تر ټولو ډېر مهم لامل بې خوبي ده؛
- کله چې انسان بې خوبه وي نو حافظه يي تمرکز له لاسه ورکوي، چې له دې سره د انسان د ذهن د نوښتونو برخه کمزورې کېږي او د ستونزو په وخت کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي؛
- ورو ورو مو ذهن کې وهمونه پیدا کېږي؛
- د بې خوبۍ له امله مو د بدن دفاعي برخه کمزورې کېږي، د ډېرو ناروغیو لامل به بې خوبي وي، خو موږ به د ناروغۍ په لامل نه پوهېږو.
- کله چې انسان بې خوبه وي نو ذهن يې تشویشي کېږي چې له امله يې خپل ورځنی کار په ښه ډول نشي سرته رسولی. دا ستونزه د موټر چلولو او یا کوم بل حساس کار په وخت کې انسان له خطرناکو پېښو سره مخ کوي؛
- بې خوبې د انسان د وینې فشار لوړ ساتي، که چېري انسانان په لوړ فشار روږدی وي نو هغوی له ډېر خطر سره مخ کوي؛
- بې خوبې انسان د شکر په ناروغۍ اخته کوي.