روغتيا

د لیمو د پټوکي له گټو خبر یاست؟

نوې څېړنې ښيي چې د لیمو له ټولو برخو څخه باید گټه پورته شي او له خوړلو مخکې په ساړه ځای کې وساتل شي. ځکه سوړ لیمو تر عادي لیمو ډېر گټور ثابت شوی دی. که چېري تاسو لیمو په ساړه ځای کې وساتئ او وروسته یي پرې کړئ نو تر عادي حالت به يي خوند ډېر وي.

ډېری خلک فکر کوي چې د لیمو پوستکی کومه ځانگړې گټه نه‌لري. دې نوې څېړنې ثابته کړې ده چې د لیمو پوستکی د لیمو له اوبو څخه لس وارې ډیره گټه لري. لیمو د سرطان د ناروغۍ میکروبونه له‌منځه وړي او تر کیمیاوي درملو يي اغېز ډېر دی. د لومړي وار لپاره دې څېړنې دا معلومه کړې ده چې لیمو د لیمونوید ماده لري. دا ماده د سینې د سرطان مخنیوی کوي. له دې سره لیمو لاندي نورې گټې هم لري:

  1. د ویني فشار برابر ساتي؛
  2. د خپگان هورمونونه له منځه وړي؛
  3. عصبي او روحي ناروغۍ مخنیوی کوی؛
  4. د ویني رگونه پاک ساتې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button