که د بې خوبۍ له رنځه کړېږئ
طبي کارپوهان وايي، چې هر انسان بايد د خپل ژوند ارامتيا لپاره لږ تر لږه اته ساعته خوب وکړي، مگر ډاکټر الي خان سکاروټ وايي، چې نه؛ اته ساعته خوب مهم نه دی، بلکې تر ټولو مهمه دا ده، چې خلک بايد د خپل ژوند او په ځانگړې توگه د خپل خوب چارې منظمې کړي.
زموږ ډېری ولس د بې نظمه ژوند او گډوډيو له امله د بې خوبۍ پر ناروغۍ اخته کيږي.
د ژوند ستونزې، ناروغۍ، اقتصادي ناخوالې، کورنۍ ستونزې او نور کړاوونه د بې خوبۍ ستر لاملونه دي او ډېر خلک په خپله بستره کې لټ په لټ اوړي تر سهاره خوب نه ورځي د بلې ورځې په رانوې کېدو نه د کار وي او نه هم د ژوند په چارو کې فعاليت کولای شي.
د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته ډېری کسان د ورځې خوب کوي، چې د طبي کارپوهانو په وينا دا کار د بې خوبۍ د زياتوالي لامل گرځي؛ ځکه چې د ورځې يې خوب کړی وي، بېگا ته بيا خوب نه ورځي.
د ذهني ارامتيا، اطمنان او ارام ژوند لپاره تر ټولو غوره درمل د الله تعالی ذکر، د قرانکريم تلاوت او اذکار ښوول شوي او د دې تر څنگ ځينې طبي لارښوونې هم بايد عملي شي.
د بې خوبۍ لامل کله بدني ناروغي وي، د ساري په توگه د مرۍ درد، تبه، معده او نورې ناروغۍ د بې خوبۍ لامل دي او موږ بايد د بې خوبۍ پر مهال خپل ځان او ناروغيو ته متوجه شو، خپل ډاکټر سره مشوره وکړو او د ناروغۍ په درملنه ځان د بې خوبۍ له رنځه ځان وژغورو.
د طبي کارپوهانو په وينا که ځانگړې ناروغي نه لرې او د شپې خوب نه درځي، نو له نيم ساعت زيات په بستره کې مه څمله راپورته شه عبادت وکړه، خپل فکر بدل کړه ورزش وکړه او که بيا هم خوب نه درځي نو سهار مه ويده کيږئ او ورځ په فزيکي فعاليتونو فعاله تېره کړئ. د ورځې په پای مازديګر لمر ته وګرځي، وچه مېوه ورخوي، د شپې په داخلېدو بايد د خوب خونه ښه تياره کړي، د کور او کوټې دروازه، کړکۍ بندې کړي، د کوټې پردې بايد تورې وي، خپل گرځنده تيليفون، تلويزون او نور اړين شيان، چې د خوب پر وړاندې خنډ بلل کيږي له ځانه لرې کړي. بيا هم که خوب نه درځي، ستړی کوونکی کتاب ولولئ او دا په تجربه رسېدلې، چې ستړی کوونکی کتاب يا فلم سړي ته خوب ورولي.
دا او دې ته ورته نورې لارښوونې د خوب راتلو ښه چاره بلل شوې او د بې خوبۍ په رنځ اخته کسان بايد د خوب له گوليو ځانونه وژغوري او د ستونزې زياتېدو پر مهال له ښه متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.