ترکيې، اردن او قطر هم د سعودي ننگه وکړه
ترکيې او اردن په سعودي کې د شیعه عالم په اعدامولو کې د سعودي ننگه وکړه. اردن د چهارشنبې په ورځ د ایران سفیر احضار کړ. د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د شیخ نمر النمر اعدام د سعودي کورنۍ کار وباله او دا یې د هېچا حق ونهباله چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
اردغان په انقره کې رسنیو ته وویل: «سعودي د جمعي په ورځ ۴۶ تنه سنیان د القاعدي او ترهگرۍ سره د ارتباط په تور اعدام کړل، له دو سره یو شیعه عالم نمر النمر هم وو. د سعودي حکومت دغه پرېکړه مخکې کړې وه. د جمعې په ورځ یې عملي کړه. دا د حکومت تصمیم وو.»
اردغان همدارنگه د سوريې له جگړې څخه یادونه وکړه. اردغان وویل: «څوک چې د سوريې په کورنۍ جگړه کې په ښکاره ډول د سوريې رژیم ته وسله ورکوي، مالي مرسته يې کوي چې عام وگړي ووژني، ظالم سره د مظلوم په وژلو کې مرسته کوي، دوی یوازې د یوه انسان په وژلو غبرگون ښکاره کوي؟!». اردغان همدارنگه زیاته کړه چې د سعودي سفارت ته په تهران کې اور لگول په نړیوال قانون کې کوم ځای نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ایران ولسمشر حسن روحاني یو وار بیا له قضایي قوي څخه غوښتنه وکړه چې د سعودي سفارت ته اور اچوونکي ژر تر ژره محاکمه کړي.
د شنبې په ورځ تهران کې لاریونکوونکو د سعودي سفارت او په مشهد کې کونسلگرۍ ته اور ورته کړ. د دې کړنې په غبرگون سعودي له ایران سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې پرې کړې. تر دې دمه د سیمې ډېری هېوادونو د سعودي د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی. سوډان، بحرین، کویت، جیپوتي، عربي متحده اماراتو او قطر له ایران سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې د سعودي په ننگه پرې کړې دي.
اردغان هم د ایراني او اعراقي لاریونکوونکو توند غبرگون په کلکو ټکو غندلی دی. د اردن حکومت ایراني سفیر له دې امله حضار کړی چې گواکې ایران د عربي هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.