محرقه يا وچکۍ تبه، پېژندنه، درملنه او لارښوونې
وچکۍ تبه چې محرقه هم ورته وايي او ډاکټران يې « typhoid» بولي، د سلمونيلا ټايفي ، گرام منفي باسيل (باکټريا) په وسيله منځته راځي. ددې تبې يا ناروغۍ ځانگړتياوې په دا ډول دي: ناروغ اوږده تبه لري ، گېډه يې درد کوي او دانې ورباندې را خېژي.
په وروسته پاتې هېوادونو کې وچکۍ تبه يوه عامه ناروغي ده، په نړۍ کې هر کال شل لکه خلک پر دې ناروغۍ اخته کيږي او شپږ لکه کسان د وچکۍ يا محرقې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او د دغو خلکو ۷۰٪ د اسيايي هېوادونو دي.
د تېرو څو کلونو په ترڅ کې پرمخ تلليو هېوادونو کې د وچکۍ تبه تقریبا له منځه تللې، مگر وروسته پاتې هېوادونو کې وچکۍ اوس هم انساني صحت لپاره ستر گواښ دی.
د وچکۍ «محرقې» نښې نښانې څه دي؟
د وچکۍ مريض ته هر وخت ۱۰۴ – ۱۰۳ فارنهايت درجې تبه وي. د دې تر څنگ مريض ورځ تر بلې کمزوری کيږي، په خېټه او سر يې درد وي لوږه هم نه محسوسوی او کله ناکله پرې سرې دانې هم راخيژي.
د ناروغۍ عامل چې سلمونيلا ټايفي دى هغه د ناروغ په غايطه موادو او تشو متيازو کې بهر ته را وځي. که يو څوک د غايطه موادو د کېدو او يا تشو متيازو له کولو وروسته په سمه توگه خپل لاسونه ونه مينځي نو باکټريا خوړو او اوبو ته انتقالېږي. که کنارابونه (ټټۍ) هم په سمه توگه جوړې نه وي او مواد يې په ښه توگه لرې نشي نو زيات امکان شته چې د څښاک اوبه ددې ناروغۍ په عامل (سلمونيلا ټايفي) باندې ککړې شي. مچان هم د ناروغۍ عامل نيغ په نېغه له غايطه موادو خوړو ته انتقالوي. په ډېره کمه کچه د روغتون په هغو کسانو کې هم دغه ناروغۍ (وچکۍ) پيدا کېږي څوک چې د ناروغانو له بسترو او بنداژونو سره په تماس کې وي او د خپل ځان د حفظ الصحې پام ونه ساتي.
دغه جراثيم چې د انسان بدن ته داخل شي، نو وينې ته يې ډېر ژر سرايت کوي، انسان تبه نيسي او د وچکۍ نورې نښې هم پکې را څرگنديږي.
څوک بايد د محرقې «وچکۍ» واکسين وکړي؟
هغه ماشومان او ځوانان چې ښونځيو ته ځي.
هغه خلک بايد دا واکسين وکړي، چې داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د وچکۍ لاملونه پکې ډېر وي. چېرته چې انټي بايوټيک ډېر کارول کيږي او سلمونيلا ټايفي ميکروبونه پکې ډېر وي.
څوک چې ډېر سفرونه کوي، هغه خلک هم بايد دغه واکسينونه وکړي. د مثال په ډول که څوک اسيا، جنوبي امريکا او افريقايي هېوادونو ته سفرونه کوي، نو هغو دې دا واکسين خامخا ولگوي، ځکه چې دغو هېوادونو کې وچکۍ، يا محرقه ډېره زياته ده.
زموږ لپاره دا واکسين څه گټه لري؟
وچکۍ يا محرقه، چې ټايفايډ هم بللی شي، د انساني ژوند لپاره خطرناکه ناروغي ده.
د وچکۍ تبې نښې هم چې له بدنه ورکې شي، خو خطر يې بيا هم پاتې وي.
کيدای شي، ځينې مريضان به موږ ته روغ جوړ ښکاري، مگر د سلمونيلا ټايفي ميکروبونه يې بدن کې لا هم پاتې وي او دغه ميکروبه له تاسې نورو کسانو ته هم نقل کيدای شي.
که غواړئ، چې له وچکۍ«محرقې» وژغورل شئ نو…
د داکټر تجويز شوي انټي بايوټيک تر ټاکلې مودې خامخا وخورئ.
هر وخت چې له تشناب، يا ټټۍ راوځئ، نو خپل لاسونه په صابون ښه مينځئ.
د مرض پر مهال بايد نورو کسانو ته له خوراکي توکو پخولو او ورکولو پرهيز وشي.
ډاکټر به درته د غایطه موادو پرله پسې ټيسټونه کوي، تر هغو چې درته وواي، چې ستا په غايطه موادو کې سلمونيلا ټايفي ميکروب له منځه تللی دی.
د وچکۍ تبې څخه د ځان ژغورنې په موخه د محرقې يا وچکۍ واکسين ولگوئ.
د وچکۍ له تبې څنگه ځانونه ژغورلی شو؟
يوازې له دوه شيانو ځان ساتل انسان له وچکۍ ژغوري.
اول: د بې باوره، ناپاک خوراک، څښاک او بازاري شيانو څخه پرهېز کول.
او دوهم دا چې د وچکۍ «محرقې» واکسين کول.
بايد تل وېشېدلې اوبه وڅښل شي؛ ځکه چې عامې اوبه د وچکۍ د ميکروب لامل گرځي.
بوتلونه او شربت بايد له واورې يا يخ څخه پرته وڅښل شي؛ ځکه کيدای شي دغه واوره او يخ له ناپاکه اوبو جوړ شوی وي.
هغه خوراکونه وخورئ، چې ښه پاخه شوي وي او په دسترخوان هم گرم وي او تپ ترې پورته کيږي.
هغه سابه او ميوه مه خورئ، چې سپينيږي نه. لکه د کاو او گندنې پاڼې؛ ځکه دا شيان ډېره په اسانۍ خيرنيږي او سم پاکول يې ستونزمن وي.
کومه سبزي او مېوه چې سپينيږي، په خپل لاس يې سپينه کړئ او له سپينولو مخکې بايد خپل لاسونه په صابون پاک ستره ومينځئ.
لارو او بازارنو کې له ريړيو خوارکي مواد مه اخلئ، ځکه چې د لارې د سر خوراکي توکي له خيرنېدو نه ژغورل کيږي.
ډېری مسافر د لارې د سر خوراکونو ناروغان کړي دي.
ايا د وچکۍ تبې واکسين محفوظ يا ژغورونکی دی؟
هو بالکل، د وچکۍ واکسين ډېر گټور او ژوغورونکی دی د Vi polysaccharide typhoid
واکسين له کولو وروسته داسې خاص څه ستونزه نه وي، بلکې کله نا کله عادي تبې او سردرد راځي او دا دومره لويه خبره نه ده.
د وچکۍ واکسين بايد څوک ونه لگوي؟
هغه څوک بايد دا واکسين ونه لگوي، چې يو ځل مخکې يې د واکسين لگولو له امله خطرناک اساسيت پيدا کړی وي، چې ان ژوند يې له خطر سره مخ شوی وي.