افغانستانخبرونه

کابل هوايي ډگر ته څېرمه چاودنه شوې

شېبه مخکې د کابل هوايي ډگر ته څېرمه د موټربم درنه چاودنه وشوه.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې چاودنه د کابل هوايي ډگر پوځي سيمې کې شوې، چېرته چې بهرني پوځيان مېشت دي. بریدگر د «حامد کرزي نړیوال هوايي ډگر» هغه دروازه په نښه کړه چې ناټو پوځیانو کاروله.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د چاودنې پخلی کړی او زياتوي، چې چاودنه د هواپېژندنې ادارې سره د موټربم په واسطه شوې، مگر په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالب ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر د برید مسوولیت منلی او د ډېرو تلفاتو ادعا یې کړې. مجاهد ویلي چې د برید نښه د بهرنیانو کتار و.

طالبان کابل هوايي ډگر داسې مهال نښه کوي چې له څو ورځو راهیسې په هلمند کې د طالبانو او کورنیو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button