سيمه او نړۍ

عراقي ځواکونو رمادي ولايت ونيو

عراقي ځواکونه له يوې اوږدې جگړې وروسته له داعش ډلې د رمادي په نيولو وتوانېدل.

د عراق لويديځ ته پروت رمادي ولايت تېره مۍ مياشت کې د داعش ډلې تر ولکې لاندې راغی، له هغه وروسته يې عراقي پوځ او ملاتړو ملېشو بيا بيا د نيولو کوښښ وکړ، خو له څو ځل ناکامۍ وروسته يې نن پر نيولو وتوانېدل.

د عراق د پوځ وياند رسنيو ته ويلي، پوځ نن د رمادي په زړه کې هغه حکومتی مرکز هم بېرته ونيو، چې په دې ولايت کې د داعش ډلې وروستۍ پناگاه بلل کېده، د صباح النعماني په وينا د دغه مرکز نيول کېدل په رمادي کې د داعش د ماتې په معنی دي او راتلونکی گام له يوه او بل ځايه د دغو وسله والو پسې اخيستل وي. د نوموړي په وينا اوسمهال رمادي کې د داعش ډلې هيڅ جگړه‌مار نه ښکاري.

بل لور ته د رمادي ختيځ لور ته د الخالديه سيمې مشر علي داود وايي، داعش وسله والو د نيول شوي مرکز شاوخوا په السجاريه، الصوفيه او جوبيه کې ټولې کورنۍ د دوی په ملاتړ جگړې کولو ته مجبورې کړې وې او په جگړه کې يې د سپر په توگه گټه ترې اخيستې ده.

امنيتي چارواکي وايي، جگړه کې يې داعش وسله والو ته درنه مرگ ژوبله اړولې ده، خو دغې ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button