افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

روسیه: له طالبانو سره «اړیکه کې یو»

د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ځانگړي استازي، ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرگندونو کې ویلي چې هېواد یې له طالبانو سره داعش خپل گډ دښمن بولي. د بي بي سي د راپور له مخې، کابلوف ویلي چې اوسمهال د داعش د له منځه وړلو لپاره تیار دي چې له طالبانو سره مرسته وکړي.

دا لومړی ځل دی چې روسیه په ښکاره په افغانستان کې د داعش په نامه د جنگېدونکو جگړه مارو پر ضد طالبان د یوه ځواک په توگه ومني او ان له طالبانو سره د مرستې احتمال هم نه ردوي.

کابلوف په افغانستان کې داعش خپل مشترک دښمن گڼي او وايي چې طالبان هم له دغې ډلې سره پوځي او سیاسي مخالفت لري. روسي چارواکیو هم ویلي چې د داعش پر ضد یې په افغانستان کې له طالبانو سره د گډو عملیاتو لپاره اړیکې ټینگې کړي دي.

کابلوف ویلي چې د روسيې حکومت چمتو دی چې له افغان حکومت سره پوځي مرستې وکړي؛ خو دغه مرستې باید په یو «سوداگریز چوکاټ کې او په احتیاط» سره ترسره شي.

په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د داعش په نامه ډلې جگړه ماړو پر ضد پراخ عملیات کړي.

طالبانو تر اوسه د ضمیر کابلوف د څرگندونو په تړاو غبرگون نه دی ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button