هلمند له څو کلونو وروسته یو ځل بیا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د تودو نښتو په ډگر اوښتی. طالبانو تېره اوونۍ د هلمند پر گرشک ولسوالۍ پراخ بریدونه وکړل. د هلمند ځايي چارواکي د طالبانو د پرمختگونو په باب ضد و نقیض څرگندونې کوي.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي په ټینگار وايي چې هڅه کوي سنگین د طالبانو له لاسه وباسي؛ خو مرستیال یې ویلي چې طالبان د سنگین پر بازار واکمن دي.
وړمه ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د سنگین په جگړو کې له سلو ډېر د ملي اردو پوځیان وژل شوي.
د بریتانیې دفاع وزارت وايي چې د هلمند ښورابک پوځي اډې ته يې د خپلو پوځیانو یوه «کوچنۍ ډله د مشورتي رول» لپاره استولې ده. دفاع وزارت زیاتوي، دغه پوځیان به د ناټو په لوی ټیم کې جگړه ییز ماموریت مخته نه وړي.
په افغانستان کې دمگړۍ د بریتانیې نژدې ۴۵۰ پوځیان د «څارنې او ملاتړ» د رول لپاره مېشت دي. د بریتانیا دفاع وزارت هلمند ته د خپلو ځواکونو د کوچنۍ ډلې په باب وايي: «دوی [پوځیان] د جگړې لپاره نه دي استول شوي او له اډې بهر به هم نه راوځي».
ویل کېږي، چې د هلمند سنگین ولسوالۍ هم حکومت او هم وسله والو طالبانو ته ستراتیژيک ارزښت لري. سږ کال د ژمي له رارسېدو سره سره طالبانو خپله جگړه سویلي افغانستان ته غځولې ده.