شپږ کلنه ستایش چې د پردیسۍ او مهاجرت شپې او ورځې یې د تهران په یوه لرې پرته سیمه کې تېرولې د یوه ظالم له تعذیبه وروسته په بېرحمانه ډول وژل شوې ده.
د ستایش پلار شیرآغا قریشي وايي چې لور یې د حمل په ۲۲مه له کوره د ایسکریم اخیستلو لپاره وتې وه چې نور راونه گرځېده.
د شیرآغا په وینا د ستایش له ورکېدو یوه ورځ وروسته پولیسو خبر ورکړ چې «ستا لور یوه ځوان گاونډي اختطاف کړې او وژلې ده». شیرآغا وايي چې یوه ورځ وروسته پولیسو د گاونډي کور کلابند کړ او دغه ځوان یې د ستایش له جسد سره یوځای ونیو.
شیرآغا د خپل لور د ورکېدو کیسه داسې کوي: د ماسپښین یوه بجه وه، لور مې له کوره پیسې واخیستې چې له نږدې دوکانه آیسکریم واخلي. لور مې چې کله آیسکریم اخیستی له راگرځېدو وروسته کورته نږدې دې ظالم اختطاف کړې او له ځانه سره یې وړې. اوس نه پوهېږم چې په څه ډول یې دا ختطاف کړی. له پنځلس دقیقو وروسته یې مور پوښتنه کړې گورو چې ستایش په کوڅه او دوکان کې نشته نو ماته یې ټیلفون وکړ چې ستایش ورکه ده، زه هم له کاره راوگرځېدم، پلټنه مو پیل کړه، پولیسو ته مو خبر ورکړ ویلي چې خپلوانو سره اړیکه ونیسئ، تر دې چې ماښام شو او ستایش مو پیدا نه کړه بیا مو پولیسو ته خبر ورکړ ویلې چې اوس ناوخته ده سبا به سره گورو.
سهار چې مو پولیسو ته خبر ورکړ ویلې چې تاسو هم کوښښ کوئ موږ هم خپل کوښښ شروع کړی دی، موږ هر لوري ته منډه واخیسته خو د ستایش په اړه مو کوم معلومات تر لاسه نه کړ.
تر دې چې پولیسو خبر راکړ چې ستایش ستاسو گاونډي اختطاف کړې او اوس کوښښ کوي چې د هغې جسد له کوره بهر کړي او په دې اړه یې له خپلو ملگرو سره هم اړیکه نیولې ده او ملگرو یې پولیسو ته خبر ورکړی.
پولیس زموږ شاوخوا کورونه محاصره کړل او دغه گاونډي يې د ستایش له جسد سره یوځای یې ونیو. د ستایش د پلار په وینا اختطاف کوونکي دا اقرار کړی دی چې ستایش یې په ظلم او تعذیب سره وژلې ده.
د ایراني رسنیو په وینا قاتل ۱۷ کاله عمر لري او ایرانی دی. دې دردناکې پېښې په ایراني او افغاني ټولنیزو شبکو کې ډېره غوغا خپره کړې ده.