افغانستانخبرونه

د ولسي جرگې وکيل د طالبانو له بنده خلاص شوی

ولسي جرگه کې د دايکندي د خلکو استازی نصرالله صاقي زاده وايي، چې دی او ملگری يې طالبانو ژوندي نيولي و او له نهه ساعته بند وروسته په تېښته بريالی شو.
د ولسي جرگه دغه وکيل وايي، چې دی له خپل يو ساتونکي سره دايکندي ته روان و، چې د ميدان وردگو جلرېز ولسوالۍ اړوند سيمه کې د طالبانو کمين کې پرېوت. صادقي زاده وايي، چې دی نهه ساعته د طالبانو په بند کې و او له هغې وروسته په دې وتوانېد، چې د طالبانو له بنده وتښي.
د صادقي زاده په وينا د تښتې پر مهال يې اته ساعته پلي مزل کړی او بيا د امنيتي ځواکونو يوې پوستې رسېدلی دی او امنيتي ځواکو ته د ځان ورپېژندلو وروسته هغوی کابل ته رسولی دی.
ميدان وردگ پلازمېنې کابل ته څېرمه د هېواد تر ټولو نا امنو ولايتونو کې شمېرل کيږي او گڼې سيمې يې اوس هم د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.
طالبانو تر اوسه نصرالله صادقي زاده د نيولو او خلاصون په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button