افغانستان

طالبانو بادغيس کې يو تن اويا درې وهلی

وسله والو طالبانو د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې يو تن له دې امله اويا درې وهلی چې يوه انجلۍ يې تښتولې وه.

د ابکمري امنيه قوماندان ضياء الدين رسنيو سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کلي يو هلک او انجلۍ له قرچاق کلي دايزنگي کلي ته تښتېدلي و، چې طالبانو دواړه ونيول او وروسته يې هلک په عام محضرې کې اويا درې وواهه.

امنيه قوماندان وايي، انجلۍ مجرده وه او هلک کوژده کړې وه.

د ابکمري ولسوالۍ دايزنگي کلی د طالبانو په ولکه کې دی. د امنيه قوماندان په وينا دواړه هلک او انجلۍ اوسمهال د طالبانو تر څار لاندې دي.

د سيمې يوه تن پژواک سره خبرو کې وويل، د طالبانو له لوري د هلک وهل يې خپله وليدل او ويل کېږي، چې طالبان به ژر دواړه کسان خپلو خپلوانو ته وسپاري.

وسله والو طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه اوونۍ وړاندې هم فراه ولايت کې يو انسان تښتوونکی عام محضر کې په دار وځړاوه. دغه انسان تښتوونکي له نيمروزه يو سوداگر تښتولی او بيا وژلی و، چې وروسته قاتل د طالبانو له لوري ونيول شو او د خلکو په وړاندې په دار وځړول شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button