سيمه او نړۍ
ترکيه قطر کې ستره پوځي اډه جوړوي
ترکيه په پام کې لري، په عربي هيواد قطر کې يوه ستره پوځي اډه جوړه کړي.
د قطر پلازمېنه دوحه کې د ترکيې سفير احمد دميروک د دې خبرې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دغه پوځي اډه به د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې دفاعي هوکړې په چوکاټ کې د دې هېوادونو له دښمنانو سره د مقابلې په موخه رامنځته شي.
هغه څرګنده کړه: «د هوايي، بحري او ځانګړو ځواکونو د کنډکونو سربېره به درې زره زميني ځواکونه په دې اډه کې واچول شي او په منځني ختيځ که به دا لومړنۍ قطري-ترکي اډه وي».
ښاغلي دميروک زياته کړې ده، «دغه اډه به د بېلابېلو موخو لپاره وکارول شي، خو ګډه پوځي روزنه يې لومړيتوب دی». د ترکيې سفير وایي، قطر هم ترکيه کې د يوې پوځي اډې پر جوړولو بوخت دی.
په منځني ختيځ کې امريکا هم په همدې هيواد کې يوه ستره پوځي اډه (العديد) لري، چې شاوخوا لس زره امريکايي پوځيان په کې مېشت دي.