سيمه او نړۍ
سعودي عربستان د امريکا په اقتصاد کې ۶۰۰ ميليارده ډالره پانګونه کوي
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان پادشاه محمد بن سلمان په ټليفوني اړيکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ډاډ ورکړی، چې سعودي عربستان په راتلونکو څلورو کلونو کې په امريکا کې ۶۰۰ ميليارده ډالره پانګونه پلان لري.
پادشاه محمد بن سلمان وويل، دا پانګونه به د سعودي د پانګونې لږ تر لږه اندازه وي او که چیرې نورې پانګونې ته لاره هواره شي، نو دی به د امريکا په اقتصاد کې نورې پانګونې هم وکړي. هغه همدارنګه وويل چې د کور دننه اقتصادي اصلاحات به د سعودي عربستان د اقتصاد تودې او هوساينې لپاره زمينه برابره کړي.
دا اقدام د سعودي عربستان د اقتصادي پراختيا او د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا لپاره يو مهم ګام بلل کيږي.