مصر کې پرون د جمعې له لمانځه وروسته زرگونه خلک د قاهرې سړکونو او بازارونو ته راووتل او د عبدالفتاح السیسي د کودتايي نظام په ضد یې شعارونه ورکول. لاریونکوونکو د اقتصادي کړکېچ او د خوراکي توکو د لوړو قیمتونه له کبله حکومت مسوول باله او له چارواکو یې غوښتنه کوله چې له دندو گوښه شی.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سیسي د حکومت له راتلو سره هره ورځ د خوراکي توکو قیمتونه لوړېږي او مصري پېسه جنیه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. بهرنۍ پېسه یا ریزرف په مالي مارکیتونو کې نشته، درملنه، غنم او نور خوراکي توکي په بازارونو کې نه پیدا کېږي.
د شنونکو له نظره د لاریون کوونکو شمېره ډېره نه ده خو حکومت ترې ډېره وېره لري او د کنټرول له پاره په زرگونو پولیس، اردو او استخبارات یې د قاهرې او نورو لویو ښارونو په گڼو برخو گومارلي دي چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي. شنونکي زیاتوي چې دا لاریونونه د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ له پنځه ویشتمې سره ورته والی لري چې خلک په تنگ شول او د حسن مبارک نظام یې له منځه ویوړ.
د الجزیرې د راپور له مخې پولیسو تر دې دمه ۱۳۰ تنه په ټول مصر کې د لاریون جوړونکو په تور نیولي شوي دي. لاریون په ټولنیزو شبکو کې د ځینو گروپونو له لورې چې د مصر اوسنی اقتصادي حالت ورته د زغم وړ نه دی جوړې شوي دي. دغه گروپونه د غریبو او بې وزلو خلکو د حقوقو د دفاع له پاره د سترو لاریونو غوښتنه کړې.
اخوان المسلمین گوند هم له دې لاریونونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی به هم په کې برخه اخلي. عبدالفتاح السیسي په ۲۰۱۳م کال د اخوان المسلمین پر قانوني حکومت کودتا وکړه او دغه گوند یو ترهگریز خوځښت وباله او ټول فعالیتونه یې تحریم اعلان کړل.