خبرونهسلايډ

افغانستان کې جگړه پراخه شوې

څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د جگړې لمن پراخه شوې او له امله یې ډېری خلک بې کوره شوي دي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې دوه لکه او دیارلس زره افغانان اروپا ته کډوال شوي او شاوخوا یو ملیون انسانان د هېواد دننه بې کوره شوي دي. اروپا او د نړۍ نورو برخو ته د افغانانو په تللو کې ډېروالي د هغو هېوادونو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

اروپايي ټولنې د کډوالو د درولو له پاره له ترکیې سره تړون کړی چې د کډوالو مخه ونیسي او ډېرو کډوالو ته یې اوسمهال په ترکيه کې د اوسېدو له پاره ځای ورکړی دی. په تېر اکتوبر کې د افغانستان په اړه د بروکسل د کنفرانس په څنډه کې اروپايي ټولنې له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې اتیا زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.

په اروپا کې د کډوالو د حقوقو د خوندي کولو په تړاو شوې څېړنه ښیي چې د امریکايي پوځيانو له وتلو سره په افغانستان کې جگړه ډېره شوې او افغان امنیتي ځواکونه د دې جگړې د مهارولو توان نه لري. په یاده څېړنه کې راغلي چې اروپا ته تللي افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شي.

د سیگار له لورې خپور شوي راپور کې راغلي چې اوسمهال افغان حکومت یوازې په ۶۱ سلنه خاورې او طالبان په ۱۰ سلنه خاورې واک لري او پاتې نوره برخه کله د طالبانو په ولکه کې وي او کله هم له افغان حکومت سره وي چې له امله یې ځايي اوسېدونکو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button