خبرونه

چین په افغانستان کې لس‌زره واحده ودانۍ جوړوي

د چینایانو په مرسته به لس‌زره واحده ودانۍ جوړې شي. د دې پروگرام ټول لومړي کارونه بشپړ شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به يې د بنياد تیږه کېښودل شي. د کلیو پراختیا وزیر سید سادات منصور نادري رسنیو ته ویلي چې د دې ودانیو جوړولو لگښت د چین حکومت ورکوي.

نادري زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې د معیاري ودانیو جوړولو ستونزه ډېره ده او تمه کېږي چې چینایان په دې اړه جدي کار وکړي. نادري دغه څرگندونې د کلیو پراختیا وزارت په کلنۍ غونډه کې وکړې.

نادري دغه راز زیاته کړه چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې کلیوال یې ښاري ژوند ته ارزښت ورکوي او غواړي چې په ښار کې پاتې شي ځکه چې د افغانستان کلي او بانډې له لومړنیو اسانتیاوو څخه برخمنې نه دي.

د نادري په وینا د افغانستان حکومت کوښښ کوي چې د کلیوالو د ژوند سطحه لوړه کړي چې په راتلونکي کې دغه کړکیچ له منځه ولاړ شي. په افغانستان کې خراب امنیتي حالت د دې لامل شوی دی چې کلیوال غواړي په ښار کې د امن او سوکالۍ ژوند تېر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button