گارډين ورځپاڼې خبر ورکړی چې د القاعدې مشر فاروق القحطاني د امریکا د دفاع وزارت د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. امریکا وايي چې القطحاني غوښتل چې په افغانستان کې د القاعدې پټنځایونه یو ځل بیا فعاله کړي.
د پنټاگون ویاند پیتر کوک ویلي چې امریکايي ځواکونو د القطحاني د اوسېدو ځای د اکتوبر د میاشتې په ۲۳ نېټه په نښه کړی وو چې په برید کې د ده نور ملگري هم له منځه وړل شوي دي.
امریکايي ځواکونو القحطاني په کنړ کې په نښه کړی دی، ویل کېږي چې القحطاني غوښتل چې په کنړ کې خپل پټنځایونه یو ورا بیا جوړ کړي. کوک دغه راز زیاته کړه چې په افغانستان کې له القحطاني وروسته بلال عتابي د القاعدې د گوند مشر دی او هغه به د القاعدې کارونه پر مخ وړي.
القاعدې ډلې له ۲۰۱۴ کال د مخه په وزیرستان کې فعالیت کاوه او د پاکستان پوځ له وروستیو عملیاتو وروسته دوی د افغانستان په لوري گډه شول.
د القاعدې دغه مشر کنړ کې په داسې حال کې وژل کېږي، چې د ملگرو ملتونو له يوه وروستي راپور سره سم د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مشرۍ پر مهال د القاعده او طالبانو اړيکې يو ځل بيا پخې شوې او د هغوی د اوسني مشر تر مشرۍ لاندې هم دا اړيکې ښې روانې دي.