«د ملي اردو شپاړلس سلنه د طالبانو کسان دي»
بريټ بارټ خبري او څيړنيزې وېبپاڼې په خپل يوه راپور کې خبر ورکړی، چې د افغانستان د ملي اردو په ليکو کې دا مهال شپاړلس سلنه داسې سرتېري شته، چې له وسله والو طالبانو سره په اړيکه کې دي. دغې وېبپاڼې دا راپور د سيگار شمېرنو ته په کتو خپور کړی دی.
د افغان امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په اړه د سيگار وروستي راپور څرگنده کړې ده، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې لږ تر لږه ۳۹۵ افغان سرتېري په دا ډولو بريدونو کې وژل شوي او شاوخوا دوه سوه نور ټپيان دي.
سيگار يا د افغانستان د بيا رغونې له پاره د امريکا ځانگړي مفتش خبر ورکړی، چې د ملي اردو په ليکو کې طالبان شته او دا ډول بریدونه د دوی د ملګرو له لوري کېږي. له دې راپور سره سم د روان کال لومړيو لسو مياشتو کې دا ډول څلور څلوېښت بريدونه شوي، چې ۱۲۰ تنه سرتېري په کې وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپيان دي. تېر کال په همدې بريدونو کې ۲۵۷ افغان سرتېري وژل شوي وو.
د سيگار له راپور سره سم پر افغان امنيتي ځواکونو سربېره بهرني ځواکونه هم د دا ډول بريدونو ښکار گرځېدلي، چې روان کال په کې نهه تنه بهرني سرتېري او اتباع وژل شوي او اوولس تنه نور ټپيان شوي دي.
دغې امريکايي ادارې څرگنده کړې: «هغه معلومات چې د ملي اردو ليکو ته د سرتېرو د جذب له پروسې ترلاسه شوي ښيي، چې دغه کسان د تېر کال ډسمبر کې يو ويشت سلنه او د روان کال مارچ کې نولس سلنه له دولت ضد ډلو او افرادو سره اړيکه کې وو او شونې ده اوسمهال د اردو په ليکو کې شپاړلس سلنه کسان داسې وي، چې طالبانو سره اړيکه کې وي».