ناټو: د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د کمزوري کولو هڅې د زغملو نه دي
افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت څرگنده کړې ده، چې د ځينو هېوادونو له لوري د افغانستان د کمزوري کولو هڅې د زغملو وړ نه دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي، چې د يو شمېر هغو هېوادونو هڅې د زغملو نه دي، چې غواړي افغانستان کمزوری کړی، خو نوموړي په معلوم ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخيستی.
جنرال نيکولسن دغه څرگندونې پرون د افغانستان د ملي دفاع وزارت په انگړ کې د افغان امنيتي ځواکونو د ارزونې په يوه غونډه کې وکړې. دې غونډه کې د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني، د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن او گڼو نورو امنيتي چارواکو گډون کړی و.
په دغې درې ورځنۍ غونډه کې په پسرلي او دوبي کې د افغان امنيتي ځواکونو فعاليتونه ارزول کېږي او ورته د راپيدا شويو ستونزو د اواري لارې چارې په گوته کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې نړيواله ټولنه د افغانانو تر څنگ ولاړه ده او دا هېواد به يوازې پرېنږدي. هغه په خپلو خبرو کې له پاکستانه وغوښتل، چې ترهگرو ډلو او وسله والو ته اجازه ورنه کړي، چې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د افغانستان خاورې ته راننوځي او دې هېواد کې فعاليت وکړي.
د ناټو قوماندان دا څرگندونې په داسې مهال کې کوي، چې د شنونکو په اند افغانستان د نړۍ د زبر ځواکونو د نيابتي جگړې په ډگر د بدلېدو پر لور روان دی او د پخوا په پرتله اوس د دغو قوتونو ډېره برخه دلته د خپلو حريفانو د ځپلو هڅې کوي، چې امريکا او ناټو يې هم يو لوری دی.