ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته رسېدلی
ولسمشر محمد اشرف غني اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار وختي د پاکستان پلازمېنې اسلام ته ورسېد.
د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، لوی درستيز جنرال راحيل شريف او نورو لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو د اسلام اباد نظامي هوايي ډګر «چکلاله ايربېس» کې ولسمشر غني ته ښه راغلاست ووايه.
د ولسمشر غني په استقبال کې نوموړي ته د پاکستان له لوري د ۲۱ توپو سلامي وړاندې شوه او پر هوايي ډګر د دواړو هېوادونو ملي سرودونه هم وغږول شول.
محمد اشرف غني به نن د پاکستان صدر اعظم سره په ګډه اسلام اباد کې اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پيلوي.
ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د روانو بې باوريو، افغانستان کې د سولې درېدلې بهير او يو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
په دې اړه تازه معلوماتو لپاره له ځلاند ويبپاڼې سره اوسئ.