روزگان: يو څلوېښت سرتېري طالبانو سره يو ځای شوي
سرچينې وايي، چې روزگان کې د ملي اردو د يوه کنډک ټول سرتېري وسله والو طالبانو سره يو ځای شوي دي. پېښه د دې ولايت مرکز ترينکوټ ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د ملي اردو دغه کنډک مشعل نومېده او مرکز ترينکوټ ته څېرمه يې د چورې ولسوالۍ د سجاول په قلعه نو سيمه کې موقعيت درلود.
د چورې امنيه قوماندان «اکا» پژواک سره خبرو کې ويلي، چې دغه کنډک له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو تر محاصرې لاندې و، خو تر اوسه جگړه نه وه پرې شوې.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو له څو ورځو راهيسې د دې سرتېرو د تسليمۍ له پاره قومي مشران ور استول او تېر ماښام هغوی خپلې وسلې وغورځولې.
امنيه قوماندان وايي، دی له موضوع خبر و، ولايتي چارواکي يې هم په دې اړه خبر کړل، خو هغوی وويل، چې په دې اړه غونډه کوي.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، چې د تسليم شويو سرتېرو شمېر يو څلوېښت تنه دی، چې څو تنه په کې افسران دي. سرچينې زياته کړې، چې دغو سرتېرو درې مرمۍ ضد ټانکونه، دوه رېنجرې او لسگونه ميله سپکې او درنې وسلې هم ځان سره وړي دي.
د روزگان د ولايتي شورا غړو هم د دې کنډک د تسليمېدو پخلی کړی دی.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته په استولي ايميل کې ويلي، چې يو کنډک او يوه قرارگاه يې پرته له مقاومته نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو يوه اوونۍ وړاندې هم ترينکوټ ته څېرمه د ملي اردو يوه قرارگاه نيولې وه، چې په ترڅ کې يې له لسو ډېر سرتېري ووژل شول او اوولس نور طالبانو ژوندي ونيول. د دې قرارگاه سرتېرو له حکومته گيله وکړه، چې د يوې نيمې مياشتې محاصرې تېرولو سره سره يې د دوی هيڅ مرسته ونه کړه.