افغانستان

دانش: د قومپالنې په اړه د يو شمېر چارواکو ادعاوې د اساسي قانون خلاف دي

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش څرگنده کړې ده، چې د قومپالنې په اړه د يو شمېر چارواکو هغه ادعاوې د اساسي قانون خلاف دي، چې د حکومت د مشرانو په اړه يې کوي.

ښاغلي دانش، اجرايه رييس ډاکټر عبد الله او د هغه لومړي مرستيال محمد محقق د يوې غونډې په ترڅ کې د هېواد روان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی او څرگنده کړې يې ده، چې د ستونزې حل يوازې په ملي يووالي کې دي.

د ولسمشر غني دويم مرستيال د چا نوم وانخيست، خو ويې ويل، چې ځينې خلک په دې اړه غير مسوولانه څرگندونې کوي او قومي مسايلو ته لمن وهي، چې په دې وروستيو کې يې يو شمېر ستونزې رامنځته کړې دي.

ده وويل، چې د ځينو خلکو پر دغه راز څرگندونو سخت خواشينی دی. هغه د دې چارواکو دا ډول څرگندونې د اساسي قانون خلاف او جرم بولي.

څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم پر ولسمشر غني، اجرايه رييس، حنيف اتمر، معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو چارواکو تور پورې کړی، چې قومپالنه کوي او د ده پر ضد دسيسې جوړوي.

له هغه وروسته د بلخ چار سمبالي عطا محمد نور هم کابل کې د عرفاني په تلين غونډه کې وويل، چې حکومت کې قومپالنه شته او په دې تړاو بايد له احتياطه کار واخيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button