سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: هند او افغانستان ترهگر دې هېواد کې بريدونو ته هڅوي

پاکستاني چارواکو ادعا کړې ده، چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې «را» او «ان ډي اس» ترهگرې ډلې هڅوي، چې پاکستان کې پر نرمو اهدافو بريدونه ترسره کړي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «پاکستان ټوډی» له راپور سره سم دا خبرې د دې هېواد د ملي امنيت سلاکار جنرال نصير خان جنجوعه د امريکا له سفير ډېويډ هېل سره کړې دي او د يادو دوو هېوادونو استخبارات يې پاکستان کې د ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.

جنجوعه د امريکا له سفيره غوښتي چې د هند او افغانستان د استخباراتو تر څار لاندې ترهگرو سره د هغوی د اړيکو پرې کولو کې د پاکستان مرسته وکړي. هغه امريکايي سفير سره خبرو کې څرگنده کړه، چې افغانستان کې سوله يوازې هغه مهال شونې ده، چې پاکستان کې تاوتريخوالی پای ته ورسېږي. د پاکستان يوه بل چارواکي څه موده مخکې هم واشنگټن کې يوه غونډه کې ويلي وو، چې د افغانستان سوله د کشمير د ستونزې اواري پورې تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو وړمه شپه د پاکستان کوټه ښار کې د پوليسو پر يوه روزنيز مرکز بريد کې شاوخوا شپېته تنه پوليس ووژل او له سلو ډېر نور يې ټپيان کړل. د کوټې يوه چارواکي ادعا وکړه، چې دغه بريد په افغانستان کې ترتيب شوی و او بريدکوونکو هلته له خپلو مشرانو سره پر تلفون خبرې کولې. خو پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال دغه خبرې رد کړې او څرگنده يې کړه، چې افغانستان خپله د ترهگرۍ ښکار دی، نو څنگه به يې خاوره د بل هېواد پر ضد بريدونو کې وکارول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button