روغتياسلايډ

د تمبلۍ او اوږد مهاله کمزورۍ ۴۹ لاملونه

ژباړه: نیلاب شینواری

ځینې وخت انسانان له دلیل پرته د کمزورۍ او سستۍ احساس کوي او نه پوهېږی چې لامل یې څه دی. پوهانو په دې اړه څېړنې کړي او دغه ۴۹ لاملونه یې په گوته کړي چې د انسان د سستۍ، تمبلۍ او کمزورۍ لامل گرځي:

  1. له دفتر او رسمي کار وروسته ورزش کول؛
  2. له لږ خوب وروسته ورزش کول؛ په دې معنا چې د شپې باید په بشپړه توگه استراحت وکړو او سهار بیا ورزش ته وخت ورکړو؛
  3. د سهارنۍ نه خوړل؛
  4. له خوب څخه مخکې په کمپوټر، مبایل او آی‌پډ کې مطالعه کول؛
  5. د شپې له لوري د نیشه‌يي توکو کارول؛
  6. په خوب کې سابندي «له دې ناروغۍ مېرمنې ډېرې کړېږي»؛
  7. سهار د خوب ساعت بندول؛
  8. منفي فکر کول؛
  9. په لاره کې خم، خم تلل «گرځېدل باید د ملا په گوږوالي کې ونه شي»؛
  10. له تازه هوا څخه گټه نه پورته کول؛
  11. د ورزش نه کول؛
  12. د ویتامین بی ۱۲ لږوالی؛
  13. د اوبو لږ څښل؛
  14. د خوږلنو خوراکونو ډېر کارول؛
  15. د وچو میوو ډېر خوړل؛
  16. د بې غوړه مستو لږ خوړل؛
  17. د وچو چپسو ډېر خوړل؛
  18. د کافي ډېر کارول؛
  19. د بازاري جوسونو ډېر کارول؛
  20. د انرژیو ډير څښل؛
  21. د ووریو میکروب؛
  22. د فلټر شوو اوبو ډېر استعمال؛
  23. له خوب وروسته په بسترې کې د مبایل کارول؛
  24. د ورزش په دوران کې وخت ته ډېره پاملرنه؛
  25. د اوبو لږ کارول؛
  26. په کور ډېره ناسته او د لمر له وړانگو څخه لرې والی؛
  27. د شپې له لوري غسل کول؛
  28. د وینې لږوالی؛
  29. د شکر په ناروغۍ اخته کېدل؛
  30. خفگان او تشویش؛
  31. د مفصلونو درد؛
  32. د جلدي ناروغۍ لرل؛
  33. د ویده کېدو د خونې بې نظمي؛
  34. د ماښامنۍ نه خوړل؛
  35. ډېر خوب کول؛
  36. ډېر د سترگو بندول او د ارامۍ احساس کول یا نیپنک؛
  37. د حمل اخیستل؛
  38. ډېر د خبرونو اورېدل؛
  39. د سهارنۍ خوړل په خپل مناسب وخت کې، ځینې خلک د کار په ځای کې سهارنۍ خوري؛
  40. دوه کاره په یو وخت کې کول؛
  41. د کار او ژوند په نورو برخو کې بې نظمي؛
  42. د کیلو لږ او یا هم ډېر خوړل؛
  43. د کچالانو ډېر کارول؛
  44. شاوخوا ته د تېزو رنگونو کارول؛
  45. په تېرو پښېمانتیا؛
  46. په خپل ځان باور نه لرل؛
  47. په غلط ډول ویده کېدل؛
  48. له ډېر نرم سربېږدي څخه کار اخیستل؛
  49. د شپې له لوري د غاښونو چیچل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button