خبرونه
د پروان په برید کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي
نن سهار شاوخوا شپږ بجې د بګرام په سیمه کې یو تن ځانمرګي د امریکایانو پر کاروان برید وکړ چې له امله یې یو ټانګ ویجاړ او دوه تنه امریکايي سرتېري وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکو د چاودنې غږ اورېدلی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه زوروره وه.
د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکلسون دفتر د دغې پېښې په تړاو خبرپاڼه خپره کړې او د پېښې پخلی یې کړی دی. بلې خوا، د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخیستې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه برید د طالبانو له لوري شوی دی. ذبیح الله مجاهد دغه رازه زیاته کړې چې نن سهار دوی د بګرام پر هوايي ډګر د توغندیو برید هم کړی دی.
د توغندیو د برید خبره د ناټو ځواکونو رسمي دفتر منلې او زیاته کړې یې ده چې برید بشري تلفات نه لرل او یوازې یوې ودانۍ ته په کې زیان اوښتی دی.