امريکا: پر لور د جنسي تېري له کبله پلار په پينځلس سوه کاله بند محکوم شو
امريکا کې يو پلار پر خپله لور د جنسي تېري له کبله په پينځلس سوه کاله بند محکوم شوی دی. پېښه د امريکا د کالفورنيا ايالت په فريسنو ښار کې رامنځته شوې ده.
د هافنگټن پوسټ له راپور سره سم پوليسو يو څلوېښت کلن ريني لوبز هغه مهال ونيو، چې يو ويشت کلنې لور يې هغوی ته له جنسي تېري شکايت وکړ.
تورن کس له نيول کېدو وروسته محکمې ته ور وپېژندل شو او محکمې پرې د پينځلس سوه او درې کلونو د بند سزا وټاکله. دا لومړی ځل دی، چې ياد ښار کې يو تن ته دومره کلونه سزا اعلانېږي.
د لوبز د دوسيې څېړونکو تېر سپتمبر کې محکمې سره خبرو کې نوموړی يو سل او پينځه اتيا ځله په زبر زنا تورن کړ.
د پېښې ښکار نجلۍ پوليسو ته ويلي، له ۲۰۰۹ز راهيسې له دې کار سره مخ وه او هره اوونۍ له دوو تر درې ځلو پرې پلار جنسي تېری کاوه، خو ۲۰۱۳ کې له کوره په تښتېدو او پوليسو ته په شکایت وتوانېده.
محکمې نيول شوی کس د ټولنې له ټولو نه خطرناک کس بللی او هغه ته يې د پينځلس سوه او درې کلونو د بند سزا اورولې ده.