بهرنيو چارو او ملي امنيت کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز څرگنده کړې ده، چې افغان طالبان د سولې خبرو ته خوښ دي. نوموړي زياته کړې ده، چې هېواد يې افغانستان کې د جگړې ښکېلو غاړو نه د سولې د خبرو پيلولو غوښتنه کړې، چې په هغې کې به د افغان حکومت پر غوراوي عمل کېږي.
سرتاج عزيز دا خبرې پلازمېنه اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د قانون جوړوونکو، پخوانيو چارواکو او مدني فعالانو گډې غونډې ته کړې دي.
سرتاج عزيز دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا له افغان حکومته وغوښتل، چې يو ځل بيا طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي.
ښاغلي عزيز يو ځل بيا ژمنه کړې، چې د سولې خبرو کې د طالبانو د ورگډولو لپاره يې چې څه په وس کې وي هغه به وکړي. د هغه په وينا داسې اشارې يې ترلاسه کړې دي، چې يوه ستره برخه طالبان د سولې خبرو ته خوښ دي.
بل پلو گارډين ورځپاڼې پرون راپور ورکړ، چې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر درې غړي له پاکستاني چارواکو سره د ليدو کتو لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي.
ورځپاڼې دغه کسان ملا عبد السلام، مولوي شهاب الدين او مولوي جان محمد مدني ياد کړي دي او څرگنده کړې يې ده، چې شايد دوی هلته د سولې په اړه هم خبرې وکړي.
طالبانو د سرتاج عزيز او گارډين ورځپاڼې د وروستيو خبرو په رد يا تاييد کې تر دې دمه څه نه دي ويلي.