افغانستانسلايډ

طالبانو د سولې د خبرو په اړه د گارډين راپور رد کړ

وسله والو طالبانو د گارډين ورځپاڼې هغه راپور رد کړی دی، چې گوندې دوی له افغان حکومت سره قطر کې پټې خبرې پيل کړې دي.

دغې ورځپاڼې پرون خبر ورکړی و، چې د دې خبرو پيل له تېرې مياشتې راهيسې د افغانستان د ملي امنيت د مشر معصوم ستانکزي او طالبانو تر منځ شوی دی او لا هم روانې دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو دغه راپور رد کړی دی او ويلي يې دي، چې د دولت له هيڅ استازي سره يې ليده کاته نه دي شوي.

مجاهد څرگنده کړې ده، چې د خبرو اترو په اړه د دوی پاليسي ډېره روښانه ده او هيڅ کوم بدلون په کې نه دی راغلی. دغه ډله وايي، چې تر څو پورې وروستی بهرنی پوځي په افغانستان کې وي، جگړه به يې روانه وي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې يو ځل بيا له ټولو رسنيو غوښتي، چې د دا ډول «بې سنده» راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button