خبرونهسلايډ

گار‌ډین: افغان حکومت او طالبانو په قطر کې پټې خبرې شروع کړي

گارډين ورځپاڼې خبر ورکړی چې افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د سولې په تړاو پټې خبرې شروع کړي دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې د دې خبرو لړۍ د سپتمبر په میاشت کې د افغان حکومت د استخباراتو مشر معصوم ستانکزي په قطر کې له طالبانو سره پیل کړي دي.

د سولې څلور اړخیزو غونډو پروسه چې د پاکستان، امریکا، افغان حکومت او طالبانو په گډون د اسلام اباد په مري کې پیلې شوې وې د ملا منصور له وژل کېدو وروسته په ټپه ودرېدې او پاکستان په دې ونه توانید چې طالبان د سولې خبرو ته حاظر کړي. د گارډین ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان اوسمهال پر طالبانو خپل پخوانی نفوذ نه لري.

گارډین همداراز زیاتوي چې د طالبانو له لوري د سولې خبرې اترې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا محمد نیاز په مشرۍ سرته رسېدلي او زیاته کړې یې ده چې ښايي په راتلونکي کې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د خبرو د پر مخ وړلو لپاره قطر ته سفر وکړي.

گارډين ورځپاڼه په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو خبر ورکړی چې په تېرو څو میاشتو کې په کندز، هلمند او د افغانستان په ډېرو نورو برخو کې جگړې زور اخیستی دی او له امله یې بشري تلفات ډېر شوي دي. د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې په افغانستان کې د جگړو له امله یو ملیون انسانان بې کوره شوي دي.

د پاکستان له لوري د سولې خبرې ولسمشر اشرف غني ځکه تحریم کړې چې پاکستان د سولې په تړاو چې کومې ژمنې کړې وې سرته ونه رسولې او د طالبانو له لوري جگړه نوره هم زوروره شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button