ټکنالوجيګڼ رسنۍ

له سپوږمۍ څخه مو ځمکه ليدلې؟ (انځوريز)

د ځمکې اوسېدونکو ته تر ټولو نږدې آسماني جرم سپوږمۍ ده. د سپوږميزو مياشتو په څوارلسمه او پنځلسمه نېټه موږ کولای شو سپوږمۍ ډېره ښکاره ووينو. ځمکه چې تر سپوږمۍ ډېره لويه ده، له سپوږمۍ ډېره واضحه ښکاري.

جاپاني د فضايي څېړنو مرکز، جاسکا په سلګونو انځورونه او ويډيوګانې خپرې کړي چې ځمکه له سپوږمۍ ښکاره کوي. دغه انځورونه چې د ۲۰۰۷م کال او ۲۰۰۹ تر منځ وېستل شوي، په زړه پورې او حيرانوونکي دي.

د کاګويا په نامه جاپاني فضايي بېړۍ په يادو کلونو کې سپوږمۍ کې وه. دوی د نورو په پرتله د سپوږمۍ ښکاره او ښکلي انځورونه او ويډيو ګانې وېستي دي. جاسکا د سپوږمۍ شاوخوا ۴۵۰ دغه ډول انځورونه خپاره کړي. لومړی ويډيو او بيا ځينې انځورونه وګورئ:

په پای کې يو وار بيا، له سپوږمۍ څخه د ځمکې او وينوس ويډيو:

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button