«د افغانستان جگړه به روانه وي»: د CIA د يوه لوړپوړي چارواکي څرگندونې
د امريکا د استخباراتي ادارې (CIA) لوړ پوړي چارواکي او اسلام اباد کې د دې ادارې د وخت مشر او پر افغانستان د امريکا د بريد په پيل کې د طالبانو پر ضد عملياتو کې گډون کوونکي رابرټ گرينير څرگنده کړې ده، چې د افغانستان جگړه به تر اوږدې مودې روانه وي او ژر د دې جگړې د پای ته رسېدو څرک نه ليدل کېږي.
رابرټ گرينير چې پر افغانستان د امريکا د بريد د پيل پر مهال د سويلي او ختيځو برخو د جگړو او عملياتو مسوول و وايي: «موږ په بشپړ ډول د خپل دښمن په ځپلو نه يو توانېدلي، خو هغوی (طالبان) هم جگړه کې بريا نه ده ترلاسه کړې». دی وايي، دا کار د دې لامل شوی، چې يوه اوږدمهاله جگړه رامنځته شي.
ښاغلي گرينير دويچه ويله سره ځانگړې مرکه کې څرگنده کړې ده، چې د بريد د پيل پر مهال يې د طالبانو ځينې لوړپوړي چارواکي پر ملا محمد عمر کودتا او د امريکا د غوښتنو منلو ته وهڅول، خو په دې کار کې ناکام شول.
د سي آی ای دغه لوړپوړی چارواکی وايي، که د جگړې د پيل په کلونو کې طالبانو سره په خبرو کولو توانېدلي وی، جگړه به دومره نه اوږدېده، چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جگړه شمېرل کېږي، خو د هغه په وينا هغه مهال د امريکا د پاليسۍ جوړوونکو په منځ کې د دې کار هيڅ اراده موجوده نه وه.
گرينير زياتوي «زما په فکر هغه مهال موږ يو فرصت له لاسه ورکړ، هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دا څومره مهم فرصت و او په دې هم نه پوهېدو چې دا فرصت به ډېر خراب عواقب ولري».
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغانان امريکايي او ناټو عسکرو ته د «يرغلگرو» په سترگه گوري وويل: «افغانانو تر څو کلونو پورې دغه فکر نه کاوه، خو وروسته چې افغانستان کې د امريکايي او ناټو عسکرو شمير سل زرو ته وخوت، افغانانو ورته په ښه نظر نه کتل».
د امريکا د استخباراتي سازمان دغه لوړپوړی غړی مني، چې سيمه کې د امريکا ناسمې پاليسۍ او د بې پيلوټه الوتکو بريدونو نور ترهگر هم وزېږول او د افغانستان گاونډي هېوادونو کې يې داسې حالات رامنځته کړل، چې امريکا نه غوښتل.
گرينير د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا طالبان به د سولې کوم تړون ته غاړه کېږدي وويل: «زه فکر نه کوم چې موږ په لنډه موده کې دا کار وکړی شو. خو نړيوال ټولنه د دې وړتيا لري چې د افغان حکومت دومره ملاتړ وکړي، چې د افغانستان پر ډېرو برخو د طالبانو د کنټرول مخه ونيسي». خو ده زیاته کړه، چې افغانستان کې او په ځانگړي ډول په لويديځ او ختيځ کې داسې برخې شته، چې طالبان به راتلونکې کې خپل کنټرول لا پسې ډېر کړي.
د (CIA) دا چارواکی افغان ځواکونه کافي نه بولي او په وينا يې راتلونکې کې به هم طالبانو ته د بشپړې ماتې ورکولو وس ونه لري. هغه وايي چې زما په فکر دا وضعيت به تر ډېره دوام وکړي او کله چې ټول اړخونه ستړي شي، يوه بالقوه سياسي حل لاره به رامنځته شي.