سوريه کې د امريکا تباه کوونکې لوبه
جاويد جلال
د حلب د سوريې يو له هغو ښارونو څخه دی چې د امريکايي او روسي بمبارۍ او د بشار الاسد د ځواکونو د جرمونو ښکار دی. ځينې اټکلونه وايي چې څو مياشتو کې د دغه ښار دوه لکه پنځه اويا زره اوسېدونکي د بمباريو له کبله له نړۍ سره پرې دي. په دغو کسانو کې يو لک يوازې ماشومان دي.
حلب د جګړې ميدان دی او بمبارۍ د مقاومتي ډلو په پلمه، د دغه ښار خلک نښه کوي او د همدې له کبله د ښار ځينې برخې داسې دي چې په ورکتلو پر انسان وحشت خوروي. دغه ځايونه د اوسېدو نه دي، خو که ساتل کېدای شوای، د راتلونکو خلکو له پاره په موزيمونو کې د ساتلو وړ وو. دغه تصويرونه دومره وحشتناک دي چې سړي ته دويمه نړيواله جګړه وريادوي.
داسې ښکاري چې امريکا غواړي سوريه د جګړې ميدان جوړ کړي او د اوږدې ناامني په کنده کې يې وغورځوي. د امريکا په مشرۍ وسله وال ايتلاف په سوريه کې هغه څوک نښه کوي چې د سوريې د آرام راتلونکي هيلې ورسره تړل شوې وي. امريکا اکثره هغه مقاومتي ډلو باندې بمباري کوي چې د دې وړتيا لري چې دغه قضيه لږ تر لږه په ځينو ځايونو کې يو طرفه کړي.
د امريکا د دغې لوبې يو ښه مثال له ترکي ځواکونو سره د دوی تعامل کې ښکاره کېږي. څو مياشتې وړاندې ترکي ټانکونو د دې له پاره په سوري پوله کې عمليات پيل کړل، چې له داعش او کردي ځواکونو يې تشه کړي او خپل امنيت خوندي کړي. امريکا ظاهرا خپل ملاتړ اعلان کړ، خو کله چې اردوګان وويل چې بايد «خوندي سيمه» په کې رامنځ ته شي، او دا کار هغه مهال آسان او عملي وو، امريکا يې پر وړاندې ودرېده. امريکا وويل چې دوی به له کردي ځواکونو سره د داعش پر وړاندې د جګړې له پاره مرسته کوي. خو دا په حقيقت کې د ترکي پوځونو پر وړاندې د کردي ځواکونو مسلح کول وو.
دغه راز، روسيه د سوريې جګړه کې امريکا ښکېل کړې. که څه هم امريکايي چارواکې په مختلفو ځايونو کې د روسيې د بيا راپورته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او دا يې د اوباما کمزوري بللې چې روسيې يو وار بيا د دوی پر وړاندې سر راپورته کړ، خو حقيقت دا دی چې امريکا په سوريه کې د روسيې دخالت خوښوي او ورته خوشاله ده.
د دې لامل دا دی، چې امريکا او اسراييل د سوريې تباهي غواړي او غواړي تر اوسني حالته ډېر وران شي او ډېر خلک په کې ووژل شي، خو دا يوازې د امريکا په دخالت نه کېږي.
هغوی نه غواړي د نړيوالو په نظر کې يوازې ځان ملامت کړي، بلکې غواړي ستونزه لويه او نړيواله ښکاره کړي. دوی غواړي چې نړيوال ځواکونه دغه شخړه کې دخيل ښکاره کړي او حالت داسې ترسيم کړي، چې يوازې امريکا د آرامۍ له پاره څه نه شي کولای.
په رسنيو کې وينو چې امريکا د روسې د غټولو له پاره هڅې کوي. سوريې ته د ملګرو ملتونو استازي، سټيفن ډي مېستورا په خپلو خبرو کې د روسې او امريکا په اختلاف ډېر ټينګار کوي او ډېر جدي يې ښکاره کوي. ډي مېستورا په رسنيزو غونډو کې د سوريې د اختلاف په تړاو د امريکا او روسيې نوم تکرار تکرار اخلي. دغه راز نورې امريکايي رسنۍ هم په سوريه کې د روسيې دخالت ډېر جدي ښکاره کوي.
خو امريکايان پر دې پوهېږي چې روسيه نه اقتصادي دومره ځواکمنه ده او نه پر نړۍ دومره اثر لري چې د دوی پر وړاندې دې دومره ژر راپورته شي، بلکې دا د شخړې لا پېچلې کول دي. له همدې امله په سوريه کې د سولې موقتي تړونونه هم د امريکا او روسيې ترمنځ ترسره کېږي او بېرته ډېر ژر ترې سرغړونه کېږي.
بلې خوا روسيه دې ته خوشاله ده چې د څنډې ته کېدو له ډېرو کلونو وروسته يو وار بيا د يوه مهم هېواد په شکل راميدان ته کېږي او په نړيوالو مسايلو کې يې نوم په سرټکو کې راځي. روسيې دغه راز کلونه وروسته په منځني ختيځ کې د پښې اېښېدلو ځای پيدا کړ.
د الجزيرې ټلويزيوني شبکې نوی خپور شوی راپور وايي چې روسيې له سوريې څخه د خپلو وسلو د امتحانولو مرکز جوړ کړی دی. د روسيې د دفاع وزير، سرګي شويګو پخپله وويل چې دوی په سوريه کې نوې وسلې کارولې دي. هغه ويلي چې دغه نوې وسلې په لومړي وار د سوريې په صحراګانوې کې استعمالې شوي. اکس ۱۰۱ راکټ يو له دغو وسلو څخه دی چې په لومړي وار سوريه کې استعمالېږي.
هغه څوک چې د سوريې حالات له نږدې څاري، پوهېږي چې د دغه هېواد ستونزه دومره ژوره نه ده، څومره چې يې امريکا ترسيموي. امريکا ته د بشار الاسد د رژيم له منځه وړل د څو ورځو خبره ده، خو دوی دا نه غواړي، بلکې د جګړې ادامه غواړي او هغه پاليسي پلې کوي چې بايد د منځني ختيځ نفوس کم شي.