اسیا زړه کانفرانس او پاکستان ته د ولسمشر غني سفر/محبوب الله خان
محبوب الله خان
ټاکل شوې ده چې راتلونکې چهارشنبه په اسلام اباد کې د اسیا زړه کانفرانس په لړ کې دبهرنیو چارو د وزیرانو په کچه پنځمه غونډه جوړه شي. دغه کانفرانس د استانبول د سیمه ییزې همکارۍ دپروسې سره تړاو لري چې ۲۰۱۱ کال په ترکیه کې پیل شو او وروستۍ غونډه يې تېر کال په بیجینګ کې تر سره شوې وه.
داسیا زړه کانفرانس کې د ۱۴ سیمه ییزو هېوادونو( افغانستان، پاکستان، هندوستان، چين، روسيې، ایران،ترکیې، متحده عرب اماراتو،سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازربایجان، کرغزستان او قزاقستان) مشران او لوړپوړي استازي دغړو په توګه او ددې ترڅنګ د۱۷ مرستندویه هېوادونو(امریکا، کاناډا، اسټرلیا، اروپايي ټولنې، ناوروې، جرمني، فرانسې، اتالیا، جاپان،عراق، ډانمارک، هسپانیا اویو شمېرنورو) استازي او تر ۱۰ زیاتو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازي د څارونکوپه توګه ګډون کوي او ددې کانفرانس اصلي موضوع او اجنډا به با ثباته افغانستان، سیمه ییز امنیت ، سیمه ییزې ستونزې او سیمه ییزه همکاري وي چې مشري به یې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف کوي.
د پاکستان کانفرانس د بریاليتوب ديپلوماسي
کابو یوه میاشت دمخه پاکستان اعلان وکړچې داځل به د اسیا زړه کانفرانس په اسلام اباد کې جوړوي خو د پاکستان – افغانستان او پاکستان- هندوستان سړو اړیکو او سیاسي – امنیتي شخړو ددې کانفرانس بریاليتوب له ګواښ سره مخ کړی و. پاکستان له یوځل بیا له خپلې اغېزمنې دپلوماسۍ نه کار واخيست. په پاکستان کې مېشت درې ملت پاله پښتانه مشران محمود خان اڅکزی، اسفندیارولي خان او افتاب شیرپاو یې ولسمشر غني ته د ننواتې په توګه راولېږل چې د پاریس سرمشریزې په څنډه کې له نوازشریف سره وګوري او همدارنګه په اسیا زړه کانفرانس کې ګډون وکړي. پاکستان له بلې خوا له امریکا څخه وغوښتل چې د هندوستان صدراعظم نريندر ته ووايي چې که د لږ وخت لپاره هم وي خو مودې دې له پاریس کانفرانس په څنډه کې نوازشریف ته لاس ورکړي او لږتر لږه د دوه دقیقو لپاره خبرې وکړي. هماغه و چې ولسمشر اشرف غني د پښتنو مشرانو سره له کړې وعدې سره سم د پاریس د سرمشريزې په څنډه کې له نواز شریف سره دشل دقیقو پر ځای یوه ګړۍ او پنځلس دقیقې خبرې اترې وکړې . همدارنګه د هند صدراعظم نریندر مودي په همدې غونډه کې نوازشریف ته لاس او د دريو دقیقو لپاره يې ور سره خبرې وکړې. د همدې درې اړخيزو خبرو اترو پایله داشوه چې ولسمشر اشرف غني او د هندوستان دبهرنیو چارو وزيرې شوسما سوراج اسلام اباد ته د ورتګ او په یاد کانفرانس کې د ګډون اعلان وکړ.
د پاکستان لپاره ددې کانفرانس سیاسي ارزښت
له تير یوه کال راهيسې پاکستان له نړيوال او سیمه ییز سیاسي یوازېتوب سره مخ دی او ددې یوازېتوب ستر لامل په پاکستان کې دترهګرو ډلو ځالې دي چې له یوې خوا په افغانستان کې ترهګریزبريدونه کوي او له بلې خوا په هندي کشمير کې جګړه کوي. له همدې امله افغانستان او هندوستان له پاکستان سره خبرې اترې ځنډولې وې. ددې ترڅنګ امریکا هم خپله هغه یو ميلیارد ډالري کلنۍ مرسته پر پاکستان بنده کړه او له طالبانو سره یې خپله جګړه ودروله. په افغانستان او پښتونخوا کې د داعش ډلې راپورته کېدل دپاکستان لپاره یو بل سرخوږی و. پاکستان غواړي ددې کانفرانس په پایله کې د سیمې له هېوادونو سره خپلې کنګل شوې اړيکې يو ځل بیا تودې کړي. پاکستان غواړي په دې کانفرانس کې څلور اړخيزه سیاسي او اقتصادي ديپلوماسي وکړي.
۱ـ له ګاونډیو هېوادونو سره
دا څرګنده خبره ده چې د ملاعمر دمرګ دخبر له خپرېدو سره سم افغان طالبان په څو ډلو ووېشل شول او په ژمي کې افغان طالبان دوام داره جګړه نه شي کولی نو افغان حکومت ته به ووايي چې طالبان اوس د دوی له کنټرول نه وتي دي او که تاسې غواړۍ نو یو څو مشران به درته خبرو ته حاضر کړو. په دې ډول به پاکستان يو ځل بیا شپږ میاشتنی فرصت ترلاسه کړي او خپله تجارتي او ترانزیټي ستونزه به هم هواره کړي. همدارنګه به هندوستان ته ووايي چې موږ خو دامریکا په غوښتنه په لشکر طیبه ډلې باندې بندیز ولګاوه ،اوس نو راځۍ چې دخبرو اترو سلسله وغځوو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړو.
۲- له عربي هېوادونو سره
پر یمن باندې د سعودی عربستان تر برید وروسته له دې جګړې نه دپاکستان نه ملاتړ له عربي هېوادونو سره ددې هېواد سړې شوې اړيکې به يو ځل بیا تودې شي.
۳ـ د منځنۍ اسیا سره
پاکستان غواړي د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره پیاوړې اقتصادي او تجارتي اړيکې جوړې کړي. په دې برخه کې دټاپي د ګازو پروژه او کاسه ۱۰۰۰ دبرېښنا پروژه یې د یادونې وړدي.
۴- له نړيوالې ټولنې سره
پاکستان غواړي ددې کانفرانس په جوړېدو سره نړیوالو مرستندویه هېوادونو ته خپل صداقت څرګند کړي او له همدې امله به یو ځل بیا نړیوالې مرستې راجلب کړي.
د افغان حکومت سوله ییزه ديپلوماسي
دلته پوښتنه داده چې افغان حکومت څنګه کولی شي دغه کانفرانس دافغانستان پر ګټو راوڅرخوي؟
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، ددې کانفرانس اصلي موضوع او اجنډا سیمه ییز امنیت او سیمه ییزه همکاري ده. باثباته افغانستان او د سیاسي شخړو له منځه وړل ددې کانفرانس له مهمو اهدافو څخه دي.
افغان حکومت باید خپل پلاوی په څوبېلابېلو برخو ووېشي او هره ډله باید په منطقي او مسلکي ډول دافغانستان د ګټو لپاره لابي وکړي.
له طالبانو سره د سولې خبرې اترې
پاکستان له تېرو دريو میاشتو غواړي چې افغان حکومت او طالبان يو ځل بیا د پاکستان په منځګړتوب خبرې اترې پیل کړي.داسې اشارې هم وې چې پاکستان غواړي ددې کانفرانس په څنډه کې به افغان پلاوی یو ځل بیا د طالبانو له مشرانو سره خبرو اترو ته راضي کړي. ماته په دې وخت کې د ولسمشر اشرف غني وروستی دريځ سم ښکاري چې لومړی له پاکستان سره سوله پکار ده. زما په نظر اوس له طالبانو سره خبرې پیل کول هېڅ ګټه نه لري له یوې خوا طالبان په څو ډلو وېشل شوي دي او له بلې خوا هغوی په ژمي کې د جګړې زور نه لري. بله مهمه خبره داده چې ددې کانفرانس هدف د سیمې امنیت دی نه له طلبانو سره دسولې خبرې. افغانستان که ۱۵ کاله له متحدو طالبانو سره جګړه وکړه نو یو کال نوره یې له پاشلو طالبانو سره هم کولی شي. دسولې د خبرو اترو په نامه پاکستان ته د سیاسي امتیازاتو ورکول به د افغان حکومت ستره تېروتنه وي. په داسې حالاتو کې چې د افغان طالبانو مشران یو په بل پسې په خپل منځي جګړو کې وژل کېږي نو په داسې وخت کې دسولې خبرې اترې هېڅ ګټه نه لري. که دپاکستان حکومت وغواړي چې طالبان جګړه بس کړي خو پوځ سره به څه کوي؟ دافغانستان په اړه دپاکستان پاليسي د ملکي حکومت په واک کې نه بلکې دپوځ په لاس کې ده.
د پاکستان پر وړاندې پیاوړی او څرګند دريځ
پاکستان ته باید په واضح ډول وویل شي چې ولسمشر غني او پلاوی يې د نیک نیتۍ په خاطر اسلام اباد راغلی دی او موږ له تاسې سره سپینې او مستندې خبرې اترې کوو او افغانستان د یو خپلواک ګاونډي هېواد په توګه ومنۍ. دافغان حکومت دريځ د ټول افغان ولس دريځ دی. موږ نور څه له لاسه ورکولو لپاره نه لروخو که دې جګړې دوام وکړ نو پاکستان او د سیمې هېوادونه به ډېر څه له لاسه ورکړي.
د هندوستان د مرستو په اړه څرګند دريځ
پاکستان له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په افغانستان کې د نیابتي جګړې اور بل کړی دی چې ګواکې هندوستان دافغانانو ملاتړ او مرسته کوي. افغان حکومت باید پاکستاني چارواکو ته ووايي ، لکه څنګه چې چين د سیمي دیوه هېواد په توګه دپاکستان ملاتړ کوي. همداسې هندوستان دسیمي د یوه هېواد په توګه دافغانستان ملاتړ کوي او دا ملاتړ د پاکستان د بې ثباتۍ په خاطر نه بلکې د افغانستان دثبات لپاره او دا افغانستان د ولس پورې تړلی دی. افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه دا حق لري چې دسیمې له هېوادونو سره ستراتیژيکې اړيکې ولري.
اقتصادي، تجارتي او ترانزيټي خبرې اترې
افغان پلاوی باید له پاکستان سره د ډیورنډ له کرښې نه پرته په ټولو سیمه ییزو مسایلو لکه امنیتي، اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ستونزو باندې خبرې اترې وکړي. لکه څنګه چې هندوستان له پاکستان سره د کشمير پر سر له خبرو پرته پر ټولو مسایلو خبرو اترو تیار دی ، همدارنګه افغانستان باید په ټولومهمو مسایلو باندې په جرات سره د دوام داره خبرو اترو لپاره لاره پرانېزي. پاکستان غواړي چې له منځنۍ اسیا سره سترې اقتصادي پروژي لاسلیک کړي او دا کار د افغانستان له هوکړې پرته ناشونی دی.
نړیوال او سمه ییز ضمانتونه او ملاتړ
نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه دافغانستان دثبات او امنیت لپاره یو مهم لوری ګڼل کېږي. په دې کانفرانس کې دسیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه عملا حضور لري نو له همدې فرصت نه په ګټې اخیستو سره باید دا په څرګنده توګه وویل شي چې دا پنځم ځل دی چې داسې کانفرانسونه جوړېږي خو په عمل کې د پاکستان له خوا هېڅ هم نه ترسره کېږي، نو تر دې خبرو اترو وروسته به څوک ددې ضمانت کوي چې پاکستان به په خپل عمل کې بدلون راولي او نور به په افغانستان کې مداخله نه کوي. همدا رنګه به له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه چلند کوي. په دې برخه کې لنډ فارمول دادی چې که هر هېواد د کوم سوله ییز پلان وړاندیز کوي نو هماغه هېواد به د دریم ګړي هېواد په توګه ضمانت هم کوي.
پایله
داسیا دزړه کانفرانس دافغان حکومت لپاره یو ښه فرصت دی چې خپل پیاوړی دريځ لاپسې پیاوړی کړي. له پاکستان سره سپینې خبرې وکړي. خپلې ملي ګټې وساتي او د خپل جغرافیوي او ستراتيژيک ارزښت له مخې د با ثباته افغانستان لپاره کار وکړي. ښايي په دې کانفرانس کې یو شمېر نور مسایل هم وي لکه د هند- پاکستان او ایران- سعودي ستونزې، خو افغان پلاوي ته پکار ده چې څومره کېدای شي دغه کانفرانس دخپلو ملي ګټو پر محور راوڅرخوي.